د لاس رسي وړ اتصالات

په مکسیکو کې په څلورو امریکایانو ډزې شوې او تښتول شوي- اف بي آی  


د امریکا سرحدي مامور د مکسیکو امریکا په سرحد کې ګزمه کوي
د امریکا سرحدي مامور د مکسیکو امریکا په سرحد کې ګزمه کوي

د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې نن دوشنبه مارچ شپږمه (کب ۱۵) وویل چې وسله والو کسانو په مکسیکو کې په څلورو امریکايي‌ اتباعو ډزې کړې او تښتولي دي.

پېښه د امریکا سره سرحد ته نژدې د مکسیکو په شمال ختیځ کې شوې ده.

اف بي اې په دې اړه په مکسیکو کې د امریکا د سفارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي دغه کسان د جمعې په ورځ په یو موټر کې د مکسیکو د «تاماولیپاس» ایالت د «ماتامورس» سیمې ته اوښتي وو. وايي د دغو امریکایي وګړو د موټر پلیټ د شمالي کارولینا ایالت و.

اف بي آی وايي: «مکسیکو ته له داخلېدو سره سم وسله والو د هغوی په موټر ډزې کړې، څلور واړه یې په یو بل موټر کې کینولي او له سیمې څخه یې تښتولي دي.»

د مکسیکو د ماتاموروس سیمه د متحدو ایالتونو د تکزاس له ایالت سره په سرحد کې ده چې په کې د نشه یي توکو قاچاق او نورې جنايي پېښې او تاوتریخوالي کېږي.

فرانس پرس اژانس وايي چې د مکسیکو د «تاماولیپاس» ایالت په لویو لارو کې اختطافونه او دا ډول نورې پېښې کېږي او خطرناکې دي.

اف بي آې وايي که هر چا د دغو امریکایانو په ژغولو او یا د مشکوکو تښتوونکو په نیولو کې مرسته وکړه، ۵۰۰۰۰ ډالر جایزه ورکوي.

اف بي آې وايي چې د امریکا او مکسیکو مقامات په دې اړه پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG