د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس پر ساتونکو د موټر برید شوی دی


دغه پېښه پرون شوې ده.
دغه پېښه پرون شوې ده.

په امریکا کې یو کس د کانګرس دوه امنیتي ساتونکي په موټر وهلي چې یو یې مړ او بل یې ژوبل شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا یوه حمله کوونکي پرون جمعه اپرېل ۲ (وري ۱۳) پر دوو پولیسو چې د کانګرس په محوطه کې په دنده بوخت وو حمله کړې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا یاد کس چې چاړه یې په لاس کې وه له موټر څخه تر کښته کېدو وروسته د پولیسو په ډزو کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس پولیسو یو چارواکي خبریالانو ته وویل یو پولیس د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده. د دوهم ټپي شوي پولیس روغتیايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

تر دا مهاله د دغه پېښې انګېزه معلومه نه ده او پولیسو ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پيل کړي دي.

په واشنګټن کې امنیتي اندېښنې تر هغه وروسته زیاتې شوي چې د جنورۍ میاشتې پر شپږمه د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ټرمپ زرګونو پلویانو د ټاکنو د پایلو په اعتراض کې د کانګرس پر ودانۍ حمله وکړه او یو شمېر یې د کانګرس ودانۍ ته داخل شول او په دغه پېښه کې پنځه تنه ووژل شول.

اوس مهال د واشنګټن ډي سي ښار د امنیت لپاره په دغه ښار کې۲۲۰۰ ملي ګارډ په دنده ګمارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG