د لاس رسي وړ اتصالات

د جولاۍ څلورمه؛ د امریکا د خپلواکۍ ورځ 


په دې ورځ د امریکا په ډېرو ښارونو کې پریډونه او جشنونوه کیږي
په دې ورځ د امریکا په ډېرو ښارونو کې پریډونه او جشنونوه کیږي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې نن یکشنبه جولاۍ څلورمه (چنګاښ۱۳) د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ورځ نمانځل کیږي.

په ۱۷۷۶ میلادي کې د امریکا د ۱۳ مستعمره ایالتونو استازو له انګریزانو څخه د خپلواکۍ تاریخي اعلامیه تائید کړه. وروسته بیا همدا ۱۳ ایالتونه د امریکا متحده ایالات شول.

له ۱۹۴۱ راهېسې د جولاۍ څلورمه د امریکا په متحدو ایالتونو کې عمومي رخصتي وي. امریکایان په میلو او خوشحالیو د خپلواکۍ ورځ نمانځي.

د امریکا په ډېرو ښارونو کې د خپلواکۍ په ورځ جشنونه، پریډونه او اور لوبې کیږي.

تېرکال د کروناویروس د خپرېدو له کبله دا ورځ په عادي ډول ونه نمانځل شوه، خو اټکل کیږي چې سږکال به ښه نمانځل کیږي.

د امریکا د موټرو اتحادیې اټکل کړی دی چې سږکال به په دغه ورځ په بیساري ډول ډېر موټرونه تګ راتګ کوي، هوايي شرکتونه خپلو پېرودونکو ته د ټکټونو په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې دي چې په عمومي ترانسپورت کې لا هم د ماسک تړل جبري دي.

د امریکا «بنسټ ایښوونکو پلرونو» د خپلواکۍ په اعلامیه کې لیکلي: «موږ دا حقایق منو چې ټول انسان برابر پیدا شوي‌ دي، دوی ته خالق ځینې داسې حقوق ورکړي چې انکار ترې نشي کېدای، په دغو حقونو کې ژوند، ازادي او د خوشحالۍ لټون شامل دي.»

هغه وخت ښځې له نارینو سره برابرې نه ګڼل کېدې او د دغې اعلامیې اکثریت لاسلیک کوونکو غلامان لرل او دا غلامان یې برابر نه ګڼل او نه هم دا حقونه ورکول کېدل.

په امریکا کې لا هم ځینې جنسیتي او نژادي توپېرونه شته.

د ۱۸۶۲کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د کورنۍ جګړې په درېیم کال د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ابراهم لینکن د مریانو د ازادۍ اعلامیه لاس لیک کړه چې په کې د ۱۸۶۳کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د ټولو مریانو د ازادیدو حکم شوی و.

ددې اعلامیې څخه دوه نیم کاله وروسته په ۱۸۶۵کې د تکزاس په ګاویستن کې یو ډله تورپوستو مریانو ته خبر ورکړل شو چې تاسې نور ازاد یاست. دغه رخصتي د هماغې ورځې د نمانځې لپاره رامنځ ته کیږي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) د یو فرمان په لاس لیک کولو سره په متحده ایالاتو کې د مریتوب د پای ورځ د دولتي رخصتۍ په توګه وپېژندل شوه.

XS
SM
MD
LG