د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه افغان حکومت ته: د فرانسویانو د قتل په تور نیول شوي طالب بندیان مه خوشي کوئ


ازاد شوي طالب بندیان
ازاد شوي طالب بندیان

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې فرانسې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې هغه کسان ازاد نه کړي چې د فرانسوي وګړو د قتل په تور بندیان شوي دي.

اژانس ویلي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزرات دغه غوښتنه پرون شنبه د اګست ۱۵مه (زمري ۲۵مه) له افغان حکومت څخه کړې ده.

۴۰۰ طالب بندیان چې د افغان حکومت په وینا په حق البعدي مسائلو تورن دي، ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې تر پرېکړې وروسته د هغوی د ازادولو فرمان لاسلیک کړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا د تیرې پنجشنبې په ورځ د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې یې ۸۰ تنه له څرخي پله زندان څخه ازاد شول.

خو فرانسې د یادو طالب بندیانو په ډله کې د هغو کسانو د ازادېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې د فرانسي وګړو د قتل په تور زنداني شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: "فرانسه په ځانګړي ډول د هغو کسانو په منځ کې چې کېدای شي ازاد شي، د څو تنو تروریستانو په اړه چې په افغانستان کې د فرانسوي وګړو په قتل تورن دي، اندېښنه لري."

فرانسې ویلي چې دا کار د هغه څه خلاف دی چې په ځانګړي ډول د فرانسوي وګړو د قتل په جرم بندیان شوی دي.

د یاد هیواد په اعلامیه کې راغلي: "موږ د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ترهګرو ازادلو په برخه کې اقدام ونه کړي."

په کابل کې د فرانسې سفارت هم په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:

د افغانستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

او فرانسې حکومت هم نه ده روښانه کړې چې د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې څو تنه یې د فرانسوي وګړو په وژنو کې تورن دي.

افغان حکومت ترې مخکې ویلي و چې یاد طالب بندیان د قتل، مخدره موادو د قاچاق ترڅنګ په درندو جرمونو تورن دي چې حتا ځينې په اعدام هم محکوم شوي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو بیا روانه میاشت وویل چې د یادو طالب بندیانو په ازادېدو سره به د بین الافغاني خبرو په وړاندې وروستی خنډ هم لیري شي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته یوې نژدې سرچینې ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر سره کېدو نېټه هم ځنډېدلې ده.

دغه مذاکرات چې ټاکل شوې وه نن یکشنبه د اګست ۱۶مه په قطر کې تر سره شوي وای، داسې ویل کیږي چې د پاتې طالب بندیانو د ازادېدو د ځنډ له امله ځنډېدلي دي.

XS
SM
MD
LG