د لاس رسي وړ اتصالات

نازیانو سره د مکرون پرتله کول؛ پاکستانۍ وزیرې خپله نیوکه بیرته واخیسته


د پاکستان د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري او په اسلام آباد کې د فرانسې د سفارت ترمنځ د ټویټري جنجال په نتیجه کې میرمن مزاري بالاخره خپل انتقادي ټویټ لرې کړ چې په کې امانویل مکرون د جرمني د نازي رژیم له غړو سره پرتله شوی و.

جنجال هغه وخت پیل شو چې میرمن مزاري یو خبري رپوټ ته غبرګون وښود. په رپوټ کې لیکل شوي وو چې ښاغلي مکرون د فرانسې د مسلمانانو شورا ته ۱۵ ورځې مهلت ورکړی چې د "اسلامي افراطیت" سره د فرانسې د مبارزې د یوې برخې په توګه د "جموریت د ارزښتونو" منشور ومني.

میرمن مزاري د شنبې په ورځ ددې رپوټ په بنسټ په خپل ټوړیټر ولیکل: "مکرون هغه څه چې د مسلمانانو په حق کې کوي هغه دي چې نازیانو د یهودانو پر حق کې روا ګڼل. مسلمان ماشومان [په فرانسه کې] د پیژندنې شمیره ترلاسه کوي (نور ماشومان یې نه ترلاسه کوي) هماغسې چې یهودانو [په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازیانو له خوا] مجبور کیدل تر څو د خپل هویت د ثبتولو په خاطر په خپلو جامو باندې ژیړ ستوری ولګوي."

ددغه ټویټ د خپریدو وروسته د فرانسې سفارت سمدستي د میرمن مزاري ټویټ د "جعلي خبر او ناسمو تورونو" په شرحه بیا ټویټ کړ او د یو مکتوب په استولو سره یې له میرمن مزاري وغوښتل چې خپل ټویټ لرې کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د میرمن مزاري څرګندونې "له نفرت ډکې او په درواغو نارې وهل"ګڼلي او ویلي یې دي چې فرانسه هغه په "بشپړ قاطعیت" ردوي.

میرمن مزاري چې د فرانسې پر جمهور رئیس باندې د تور لګولو ټویټ یې لرې کړی د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ دوهمه) یه یو بل ټویټري پیغام کې د فرانسې د سفارت د مکتوب یوه برخه خپره کړه چې په کې د لیکنې د اصلاح کولو په خاطر ترینه مننه شوې ده.

شیرین مزاري لیکلي: "په پاکستان کې د فرانسې سفیر دا لاندې پیغام راته استولی دی، لکه څنګه چې هغه مقاله چې ما ورته اشاره کړې وه د اړونده خپرونې له لورې اصلاح شوی ما هم خپل ټویټ د همدې مقالې په هکله لرې کړ."

د فرانسې په شارلي ایبدو مجله کې د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کارتونونو د بیا خپریدو او په فرانسه کې د یو ښوونکي له لورې په ټولګي کې ددغو کارتونونو د ښودلو او بیا د یو افراطي مسلمان ځوان له لورې د هغه د قتل له جنجال وروسته د یو شمیر اسلامي هیوادونو او فرانسې ترمنځ کړکیچ شدید شو.

د فرانسې پر وړاندې حساسیت هغه وخت زیات شو چې امانویل مکرون ددغه ښوونکي د یادونې په مراسمو کې د بیان د ازادۍ په خاطر د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کارتونونو د خپریدو ننګه وکړه او همداشان پر دغه ښوونکي باندې برید یې په فرانسه کې د بیان د ازادۍ پر ارزښتونو باندې برید وګاڼه.

د اکتوبر د میاشتې په وروستیو کې د پاکستان پارلمان د هغه هیواد له حکومت څخه وغوښتل چې د فرانسې نه خپل سفیر راوغواړي. همداشان د فرانسې پر ضد د پاکستان په څو ښارونو کې مظاهرې هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG