د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ، فبروري ۱۷ (سلواغه ۲۹) د اوکراین په اړه د اروپايي مشرانو د یوې غونډې کوربه دی.
دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې متحده ایالاتو د اوکراین په اړه په خپل دریځ کې بدلون څرګند کړی او مشرانو یې ویلي چې د سولې په خبرو کې ښايي اروپا رول ونلري.
د پاریس په غونډه کې د بریتانیا، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیا، هالنډ او ډنمارک د مشرانو ترڅنګ د ناټو سرمنشي مارک روټه، د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا او د اروپايي اتحادیې رئیسه ارسولا ون درلاین برخه اخلي.
اروپايي مشرانو په وروستیو ورځو کې د اوکراین د دوامدار ملاتړ ژمنه کړې او د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر ویلي چې د هغه حکومت چمتو دی چې اوکراین ته له جګړې وروسته د سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه پوځیان واستوي.
د ډیلي ټلیګراف ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د سټارمر له خولې لیکلي: "زه تشې خبرې نه کوم. زه د هغه مسؤلیت ژور احساس کوم چې احتمال لري بریتانوي ښځې او نارینه سرتیري زیان وګالي."
سټارمر وویل، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یرغل د پراختیا د مخنیوي لپاره په اوکراین کې د تلپاتې سولې ټینګښت اړین دی.
د سویډن صدراعظم الف کریسټرسن هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیواد به یې اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو لیکو ته، چې یو "روښانه ماموریت" ولري، د سرتیرو لیږدل رد نه کړي.
کوسټا وویل چې تیره اونۍ د مونیخ امنیتي کنفرانس روښانه پیغام ورکړ چې د اوکراین او اروپایي اتحادیې امنیت له یو بل څخه "جلا نشي کیدی." هغه زیاته کړه: "د اوکراین او اروپایي اتحادیې له شمولیت پرته هیڅ باوري او بریالۍ خبرې اترې او تلپاتې سوله امکان نه لري."
په سعودي عربستان کې خبرې اترې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسید چې د روسیې د ډیپلوماټانو سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. تمه کیږي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم په دې خبرو کې برخه ولري.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په سعودي عربستان کې په خبرو کې د روسیې په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د روسیې د ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف شامل وي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پوتین تیره اونۍ په تلیفوني تماس کې د سولې د خبرو اترو د سمدستي پیل کولو په اړه موافقه وکړه، خو روبیو د سي بي ایس تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې "د سولې پروسه په یوه غونډه نه بشپړیږي."
روبیو وویل: "موږ به په راتلونکو ورځو او اونیو کې وګورو چې ایا ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د دوامدارې سولې او د جګړې د عادلانه پای ته رسولو ته لیوالتیا لري."
د اوکراین د حکومت د کابینې یو غړي ویلي چې یو رسمي پلاوی یې ددې لپاره د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته تللی چې دغه هېواد ته د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د احتمالي سفر لپاره چمتووالی ونیسي.
روبیو وویل، یوځل چې "ریښتینې خبرې اترې" پیل شي ، نو اوکراین به پکې "باید دخیل وي."
د اوکراین دریځ
د این بي سي تلویزیون سره په مرکه کې، زیلینسکي وویل: "زه به هیڅکله د اوکراین په اړه د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ کومه پریکړه ونه منم. هیڅکله نه. د اوکراین جګړه زموږ پر ضد ده او زموږ خلکو پکې زیان ګاللی دی."
زیلینسکي وویل، تېره اونۍ یې په تلیفوني خبرو کې ټرمپ ته په ډاګه کړې چې پوتین د سولې یوازې تش په نوم غوښتنه کوي.
هغه وویل: "ما وویل چې هغه درواغجن دی. او هغه [ټرمپ] وویل، 'زه په دې باور یم او احساس کوم چې هغه د دې خبرو اترو لپاره چمتو دی.' او ما ورته وویل، 'نه، هغه درواغجن دی. هغه سوله نه غواړي.'
متحده ایالتونه د اوکراین د جګړې په ترڅ کې ددغه هېواد د وسلو ترټولو ستر برابروونکی دی، خو ټرمپ ددغه ملاتړ د دوام په اړه شک څرګند کړی دی. هغه تیر کال په یو سیاسي بحث کې له دې خبرې ډډه وکړه چې غواړي اوکراین جګړه وګټي.
زیلینسکي وویل چې د متحده ایالاتو د دوامدار پوځي ملاتړ پرته، "شاید دا به خورا ستونزمنه وي چې روسیې ته ماتې ورکړي... البته، په ټولو سختو شرایطو کې، تاسو یو چانس لرئ. خو موږ به د متحده ایالاتو له ملاتړ پرته د ژوندي پاتې کیدو لږ چانس ولرو.
روسیې دا وخت د اوکراین شاخوا ۲۰ سلنه نړیواله پيژندل شوې سیمه په خپل کنترول کې شامله کړې ده. په دې کې د کریمیا ټاپوزمه هم شامله ده چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې خاورې سره ضمیمه کړه. په اوکراین باندې د ۲۰۲۲ په فبروري کې له یرغل وروسته، روسیي ځواکونو ددغه هېواد یو شمېر ختیځې سیمې لاندې کړي دي.
فورم \ دبحث خونه