په داسې حال کې چې ټاکل شوې د اروپایي هیوادونو مشران په اوکراین کې د جګړې په هکله د متحده ایالاتو د پالیسۍ بدلون په اړه غونډه وکړي، د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر یکشنبه فبرروري ۱۶ (سلواغې ۲۹) ویلي چې اوکراین ته سرتیرو استولو لپاره دا هیواد چمتو دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې جمهور رئیس ته د ټیلیفون په کولو، نه یوازې کیف بلکې اروپایي هیوادونه هم څنډې ته کړل. ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې ډیر ژر به د پوتین سره وګوري خو د ځای او نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.
د ټرمپ دې اقدام د اروپایي هیوادونو مشران اړ کړل چې ددې لویې وچې امنیت په هکله وغږیږي. د بریتانیا مشر اوکراین ته د سرتیرو استولو پریکړه "په ټول ژوند کې یو فرصت" وباله او زیاته یې کړه چې که اړتیا یې وي چمتو دی چې خپل سرتیرې اوکراین ته واستوي.
ښاغلي سټارمر زیاته کړه ، " هر ډول نقش چې د اوکراین د امنیت ډاډمنتیا کې مرسته وکړي، په حقیقت کې د (اروپا) لویې وچې د امنیت ضمانت سره مرسته کول دي".
ټاکل شوې چې د بریتانیا، جرمني، ایټالیا، پولینډ، هسپانیې، هالنډ او ډنمارک مشرانو د فرانسې په پایتخت پاریس کې غونډه وکړي. د اروپایي شورا مشره او د ناټو سرمنشي به هم پدې غونډې کې ګډون ولري.
سره له دې چې د غونډې ټوله اجنډا نده په ډاګه شوې خو د فرانسې د جمهور رئیس ایمانیول مکرون یو سلاکار ویلي چې پدې غونډې کې به د اوکراین وضعیت او اروپا امنیت په هکله خبرې اترې وشي.
دغه سلاکار ویلي چې غونډه د متحده ایالاتو د مشرانو تازه څرګندونو او په اوکراین کې د وضعیت څخه وروسته راغوښتل شوې. د فرانسې جمهوري ریاست دفتر سلاکار ویلي، "د دې اړتیا ده چې اروپایان زمونږ د ټولیز امنیت لپاره په غوره او همغږې طریقې ډیر څه وکړي."
روسیه په دې ټینګار کوي چې په سعودي عربستان کې دې د متحده ایالاتو او کرملین تر منځ نه یوازې د اوکراین بلکې د اروپا امنیت په هکله خبرې وشي. اروپایي هیوادونه ویره لري چې د روسیې جمهور رئیس ښایي یو ځل بیا د دې لویې وچې په ختیځو هیوادونو کې د ناټو او امریکا په شتون اعتراض وکړي – هغه څه چې پوتین په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین تر یرغل وړاندې کړي و.
په سعودي کې د ټرمپ او پوتین د احتمالي غونډې جزیات ندي په ډاګه شوي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د چارواکو سره د ملاقات څخه ډیره تمه نشته او زیاته یې کړه چې د سولې په لور پروسه یوازې په یوې غونډې نه کیږي.
ښاغلي روبیو د سي بي اس تلویزیون سره په مرکې کې وویل، "هیڅ شي لا نهايي شوي ندي" او زیاته یې کړه چې د غونډې هدف د "وسیع" خبرو پیل کیدل دي چې ښایي اوکراین به پکې برخه ولري او د جګړې پای ته رسیدل به پکې شامل وي.
ټاکل شوې چې ښاغلی روبیو او نور جګپوړي امریکایي مشران د دوشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د روسیې او اوکراین د چارواکو سره وغږیږي.
د اوکراین لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ ویلي چې د اوکراین په هکله په خبرو کې به اروپا په مستقیمه توګه برخه ونلري خو د هغوي نظر به واوریدل شي.
فورم \ دبحث خونه