د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي ډیر ژر به له پوتین سره وګوري


د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یکشنبه فبروري ۱۶ ( سلواغې ۲۸) ویلي چې ډیر ژر به د اوکراین جګړې پای ته رسولو په هکله د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.

ښاغلي ټرمپ چې د موضوع په هکله یې خبریالانو ته معلومات ورکول د پوتین سره یې د خپل ملاقات نیټې او ځای په هکله څه ونه ویل خو دومره یې وویل چې نه یوازې د روسیې بلکې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هم د جګړې بندیدل غواړي.

د امریکا مشر داسې مهال د پوتین سره "ډیر ژر" د خپلو لیدو خبر ورکوي چې د روسیې یوې ورځپاڼې ویلي چې ټاکل شوې د اوکراین جګړې پای ته رسیدو په هکله خبرې د همدې راتلونکې سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې پیل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وار د مخه سیمې ته تللی او ټاکل شوې چې د روسیې او اوکراین د چارواکو سره په سعودي عربستان کې وګوري. د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار او د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی هم پدې سفر کې د ښاغلي روبیو ملتیا کوي.

سعودي عربستان ته د متحده ایالاتو دې جګپوړي پلاوي سفر په هکله خبر داسې مهال ورکول کیږي چې سعودي عربستان د همدې تیرې جمعې په ورځ وویل چې په اوکراین کې د سولې په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره د تلیفوني خبرو وروسته په سعودي عربستان کې له هغه سره د کتنې موضوع یاده کړه. ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له پوتین سره "لومړی ملاقات ښايي په سعودي عربستان کې وکړي."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: "[د سعودي عربستان] سلطنت ددې غونډې کوربتوب ته ښه راغلاست وايي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي." په اعلامیه کې ددې غونډې د جوړېدلو په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

د اوکراین او روسیې حکومتونو تر اوسه په سعوي عربستان کې په خبرو کې د ګډون یا نه ګډون په هکله څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې یې په پرله پسې توګه ټینګار کړی و چې پدې هیواد کې د جګړې پای ته رسولو هر ډول خبرو کې باید کیف ګډون ولري.

جمهور رئیس ټرمپ مخکې ویلي وو، چې د امریکا د جمهور رئیس په توګه د کار له پیلېدو وروسته به، په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه ختموي. ډونالډ ټرمپ، د روان کال د جنورۍ په شلمه نېټه یې کار پيل کړ.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین بریدونه پيل کړل، متحده ایالتونه او لویدیځ ایتلافیان یې د اوکراین تر څنګ ودرېدل او د روسیې په ضد دغې جګړې کې یې ورته میلیاردونه ډالر پوځي او بشري مرستې برابرې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG