د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: د اوکراین د کړکیچ په هواري کې پرمختګ کیدای شي


د فرانسې جمهور رئیس امانیویل مکرون د سه شنبې په ورځ فبروي اتمه (سلواغې ۱۹) وویل د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکیچ د کمیدو په هدف د ډېرو مذاکراتو فرصت موجود دی.

نوموړي دا څرګندونې د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره تر خبرو اترو وروسته وکړې.

مکرون وویل:‌ "د راتلونکو اوونیو او میاشتو لپاره زموږ هیله داده چې حالت باثباته شي چې وکړای شو په دوامدار شکل د تاوتریخوالو د کمیدو په هدف د نویو میکانیزمونو او تضمینونو له لارې تعامل وکړو."

د جنګي بیړیو ځای پرځای کیدل

بلخوا د اوکراین سره په پوله کې روسیه خپل پوځي حضور روان ساتلی او د سه شنبې په ورځ یې شپږ جنګي بیړۍ له مدیترانې څخه د تور سمندرګي په طرف روانې کړې.

مسکو له اوکراین سره په پوله کې څه باندې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي او ۲۰ زره نور په ګاوندي هیواد بلاروس کې میشت دي چیرې چې په مشترکو نظامي تمرینونو اخته دي. لویدیځ په نږدې وختونو کې د یرغل ویره لري‌ خو مسکو وایي د برید پلان نلري.

د فرانسې جمهور رئیس امانیویل مکرون وویل د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د دوشنبې په ورځ په مسکو کې تضمینونه ورکړي دي.

مکرون زیاته کړه: "په نظامي‌او امنیتي برخو کې زموږ په خبرو کې، زه پرون ډیر روښان وغږیدم، له جمهور رئیس پوتین سره مو بحث وکړ او هغه راته وویل د تاوتریخوالو زیاتیدل نه غواړي. فکر کوم دا مهمه ده."

خو د کرملین ویاند دا رد کړه چې پوتین د اوکراین سره پولې ته نږدې د تظامي تمریونونو د ځنډیدو تضمین ورکړی دی.

د فرانسې جمهور رئیس په داسې حال کې د روسیې او اوکراین له مشرانو سره ګوري چې ټاکل شوېده اروپايي دیپلوماتان راتلونکې اوونۍ هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي. په پام کې د جرمني لومړی وزیر اولاف سکولز په مسکو کې د روسیې له جمهور رئیس سره وګوري.

XS
SM
MD
LG