د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې کې چرسیان جریمه کیږي


دغه جریمه ۲۳۳ یورو ټاکل شوې ده
دغه جریمه ۲۳۳ یورو ټاکل شوې ده

د فرانسې صدراعظم ژو کستکس ویلي چې د سپټمبر د میاشتې له نه به هغه کسان جریمه کړي چې کانابیس (چرس او ماروانا) کاروي.

دغه جریمه ۲۳۳ یورو ده او هغه چرسي چې جریمه شوی خپله جریمه باید په دوه اونیو کې حکومت ته ورکړي.

که په دوو اونیو کې جریمه تحویل کړي په دې صورت کې یې جریمه ۱۵۰ یورو ته راټیتېږي، خو که جریمه شوې پیسې تر ۴۵ ورځو ونسپاري جریمه یې ۴۵۰ یورو ته لوړیږي.

ژو کستکس پرون شنبه جولای ۲۵ (زمري ۴) ویلي چې په وروستیو اونیو کې د فرانسې په ځینو ښارونو کې جریمه عملي شوې او په پام کې ده چې په ټول هېواد کې عملي شي.

د فرانسې د ۱۹۷۹ د سزا قانون وايي، هغه کسان چې غیر قانوني مخدره مواد کاروي باید یو کال په بند او ۳۷۵۰ یورو نغدي جریمه ورکړي خو دغه قانون په ډېرو لږو کسانو پلي شوی دی.

د فرانسې صدراعظم ویلي چې نوې کړنلاره به د پولیسو کار اسانه او سرغړونکو ته به جزا ورکړي.

فرانسه په اروپا کې د چرسو یو تر ټولو لویو کاروونکو په ډله کې ده.

XS
SM
MD
LG