د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل غواړي طبي چرس صادر کړي


اټکل کیږي چې له چرسو نه جوړ شوي درمل به د اسرائیلو دولت ته په کال کې شاوخوا ۲۶۵ میلیون ډالره عواید برابر کړي.
اټکل کیږي چې له چرسو نه جوړ شوي درمل به د اسرائیلو دولت ته په کال کې شاوخوا ۲۶۵ میلیون ډالره عواید برابر کړي.

د چرسو نه د طبي محصولاتو صادرات به د اسرائیلو دولت ته په کال کې سلګونه میلیون ډالر عواید برابر کړي.

د اسرائیلو پارلمان هغه قانون ته د تایید رایه ورکړه چې بزګرو ته د چرسو د کرلو اجازه ورکوي.

د دغه قانون له مخې به بزګران د چرسو (مروانا) د کرولو لپاره باید د روغتیا وزارت جواز ولري. پولیس به هم د چرسو د کرکیلي بهیر څاري.

اټکل کیږي چې له چرسو نه جوړ شوي درمل به د اسرائیلو دولت ته په کال کې شاوخوا ۲۶۵ میلیون ډالره عواید برابر کړي.

دا مهال په اسرائیل کې د چرسو د تولید ۸ کمپنۍ شته او ګڼ شمیر نورې یې لا د جواز اخیستلو ته انتظار باسي.

اسرائیل په ۲۰۱۶ کال کې په روغتیایي برخه کې د چرسو کښت او کارولو ته اجازه ورکړې وه.

د نړۍ یو شمیر هیوادونو یوازې د درملو جوړولو لپاره د چرسو او کوکنارو کرهنه قانوني کړې ده خو د کاناډا او هالڼد په څیر ځینو نورو بیا آن د چرسو څکول او تفریحي کارونه هم آزاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG