د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې کې محکمې درې ښځې د تروریزوم په تور محکومې کړې


په دغو ښځو تور دی، چې له داعش سره یې لاس لره.
په دغو ښځو تور دی، چې له داعش سره یې لاس لره.

په فرانسې کې ابتدائیه محکمې په دریو ښځو باندې د ترهګرۍ لګېدلي تورونه تاید کړي دي او هغوی په همدې تور محکومې کړي دي. دغه ښځې تیره اونۍ د پاریس په ښار کې ونیول شوې.

پدې میرمنو تور دی چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره یې لاس درلود او په فرانسې کې یې د بریدونو پلان درلود. محکمې حکم کړی چې دغه میرمنې به په بند کې ساتل کیږي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي دغه میرمنې چې انیس، سارا، او امل نومیږي د تیرې پنجشنبې په ورځ د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شوې. انیس نولس کلنه، سارا درویشت کلنه او امل نهه دیرش کلنه ده.

پولیسو د همدې قضیې په تړاو درویشت کلن محمد لاماني هم نیولی چې د سارا سره یې کوژده شوې وه. په هغه دا تور دی چې یوې پېښېدونکي تروریستي جرم په هکله یې چارواکو ته معلومات ندي ورکړي.

په یوې بلې پیښې کې پولیسو په پاریس کې یو نولس کلن هلک نیولی چې د ادعا له مخې غوښتل یې خلک په چاقو ووهي.

په هغه هم د جنایي تروریستي ډلو سره د لاس لرلو تور لګول شوي. څارنوالانو ویلي دي چې دغه پنځه واړه به په بند کې وساتل شي.

په فرانسه په دې وروستیو کې ځیني تروریستي پېښې شوي دي او د اسلامي دولت ډلې، داعش، یې مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG