د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د تیلو ټانکر د چاودیدو له امله دوه تنه مړه شوي


د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند بیز اکمالاتي سره څېرمه د تیلو یو ټانکر پسې نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه کسان مړه شوي او څلوېښت دکانونه او یو شمېر موټرې سوځېدلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې پېښه نن سهار شپږ نیمې بجې شوې ده.

نوموړی وايي په اورلګېدنه کې دوه ولسي خلک مړه شوي او دوه نور عام خلک زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د اور وژنې ادارې امر سمونیار فضل الهادي امریکا غږ ته وویل چې د اور وژنې ټیم سیمې ته په وخت رسېدلی او یو ساعت کې یې اور مړ کړی دی.

د پېښې یو عیني شاهد فضل الواحدوايي چې ټانکر موټر کې لومړی چاودنه وشوه او وروسته یې اور واخیست او ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیمو ته اور خپور شو.

نوموړی وايي چې خلکو ته سخت مالي زیانونه رسېدلي دي

تر اوسه مالومه چې هغه ټانکر چې چاودنه پکې شوې د چا پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG