د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: ناټو باید په مخکې له وخته وتلو د افغانستان د سولې بهیر خطر سره مخ نکړي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي ناټو باید د افغانستان څخه د ځواکونو په مخکې له وخته ایستلو سره د سولې مذاکرات له خطر سره مخامخ نکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن د دسمبر په لومړۍ نیټّ (لیندۍ ۱۱) وویل: "د ناټو د شریکانو په توګه مونږ غواړو ډاډمن شو چې په افغانستان کې د ځواکونو نور کمول باید په څرګندو شرایطو پورې مربوط وي."

ښاغلي ماس د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل چې د هغه څه د ساتلو لپاره چې تر اوسه ترلاسه شوي نه ښایي چې په عجولانه اقداماتو لاس پورې کړو.

هغه زیاته کړه: "په همدې دلیل مونږ له خپلو متحدینو څخه غواړو له نژدې وویني چې د زیاتو ځواکونو د ایستلو شرایط تر کومې اندازې عملي شوي دي تر څو د سولې د بهیر په اړه د ناسم پیغام د لیږلو مخنیوی وشي."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن او سبا د ویدیویي کنفرانس له لارې دافغانستان په ګډون د عمده موضوعګانو په هکله په غونډه کې بحث کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ددې غونډې دمخه د افغانستان د امنیت او سولې بهیر په اړه ددې سازمان ژمنتیا په ډاګه کړه او وویل د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ څخه وروسته وروسته له هغې چې د ناټو ځواکونه افغانستان ته ولیږدول شول دې هیواد اوږده لار وهلې ده.

هغه زیاته کړه: "په راتلونکو میاشتو کې به خپل شتون په سیمه کې د وضعیت په اساس وارزوو. مونږ له سخت وضعیت سره مخامخ یو. آیا ووځو او دا خطر ومنو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په امن ځای بدل شي یا پاته شو او د تازه تاوتریخوالي سره د اوږد ماموریت خطر ومنو."

هغه زیاته کړه هر هغه انتخاب چې کیږي باید په هم آهنګه توګه وسنجول شي او ډله ییز وي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ شاوخوا دوه اونۍ مخکې امر وکړ چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې ۲۰۰۰ امریکایي سرتیر له افغانستان نه ووځي. اوسمهال شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.

د ښاغلي ټرمپ ددې تصمیم وروسته د ناټو عمومي منشي ویلي وو چې دغه تړون به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو په وینا یي په تروریستي خلافت باندې د افغانستان د اوښتلو مخنیوی وشي.

د امریکا-طالبانو د موافقې په اساس چې د روان کال په فبرورۍ کې په دوحه کې لاس لیک شوه موافقې ته د طالبانو د ثابت پاتې کیدو په صورت کې به بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مۍ تر میاشتې پورې په بشپړه توګه له افغانستان نه ووځي.

XS
SM
MD
LG