د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د جي۷ غونډې جنجالي موضوع


په فرانسه کې د جي٧ سرمشریزه
په فرانسه کې د جي٧ سرمشریزه

د ایران اټومي پروگرام د جي٧ په نامه د نړۍ د اوو بډایو او سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو د مشرانو پر نننۍ غونډه سیوری اچولی دی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د یکشنبې په ورځ (د وږي ٣) د فرانسې هغه ادعا رد کړه چې گواکې ورسره یې موافقه کړې چې د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون، کولای شي د جي٧ هیوادونو په استازیتوب ایران ته پیغام ولیږي.

ښاغلي ټرمپ وویل: "نه، ما پدې موضوع بحث ندی کړی."

د فرانسې جمهور رئیس د څو میاشتو راهیسې د ایران د اټومي پروگرام د کړکیچ د حل او د تهران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل کیدو لپاره د هڅو مشري کوي.

ددغو هڅو په نتیجه کې ښاغلی مکرون د جمعې په ورځ په پاریس کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف، سره وکتل او د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره یې تیلیفوني خبرې وکړې.

یوې دپلوماتیکې منبع نن د یکشنبې په ورځ وویل چې د جي٧ هیوادونو مشرانو په توافق سره ښاغلی مکرون د ایران سره خبرو ته ټاکلی دی.

خو بیا هم تر اوسه نده روښانه شوې چې د ایران لپاره د جي٧ هیوادونو په پیغام کې څه راغلي دي، خو دفرانسې جمهور رئیس وویل چې د پیغام هدف دادی چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي او په منځني ختیځ کې د کړکیچ د سختیدو مخنیوی وشي.

دا پداسې حال کې دي چې د ایران د تیلو یو ټانکر چې د متحده ایالاتو له لورې تعقیبیده د یونان پر ځای د ترکیې په یو سمندري بندر کې لنگ واچوه. یونان وویل چې نغواړي د ایران د تیلو بېړۍ سره په مرستې د امریکا د متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

XS
SM
MD
LG