د لاس رسي وړ اتصالات

د جي ۲۰ ډلې د ښځینه استازو مجازي غونډه په عربستان کې وشوه 


د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو یا 'G20' د ښځینه استازو غونډه د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) په سعودي عربستان کې وشوه.

د بشري حقونو د دفاع ډلې د ښځو ددغه غونډې له ګډون کوونکو څخه غواړي چې سعودي عربستان د ښځینه فعالینو خوشې کولو ته وهڅوي او همداشان د هغه هیواد څځه د بشري حقونو د سابقې د خپرولو غوښتنه وکړي.

په سعودي عربستان کې د ښځو پر بندي کیدو باندې د بشري حقونو د ډلو د انتقاد سره سره ښځو ته د عادلانه راتلونکې پر سر د (W20) ښځو په مجازي غونډه کې په بحث کې د سعودي عربستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې وزیر مجید القصبي، ګډون کړی و.

ریاض د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو د ډلې د اوسني رئیس په توګه هڅه کړې چې د خبریال او د سعودي د حکومت د منتقد جمال خاشقچي د قتل په هکله د نړیوال سخت غبرګون وروسته خپل حیثیت بیرته اعاده کړي. ښاغلی خاشقچي په ۲۰۱۸ کې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی و.

له دې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان سعودي عربستان د "ښځو د اساسي حقونو په نقض کولو او د هغو غږونو په خاموشه کولو چې برابري غواړي" تورن کړی و.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي: "پداسې حال کې چې سعودي عربستان د ښځینه فعالینو زنداني کولو ته دوام ورکوي، په W20 غونډه کې ستاسو له ګډون څخه باید هغه هیواد د خپل نړیوال شهرت د بیرته راژوندي کولو لپاره استفاده ونکړي."

سعودي مقاماتو په ۲۰۱۸ کې لږ تر لږه ۱۲ ښځینه فعالانې بندیانې کړې. د بشري حقونو د دفاع ډلو ویلي دي چې ددغو ښځو له ډلې نه لږ تر لږه درې تنه یې د بد چلند لکه په انفرادي خونه کې بندي کولو، برق ورکولو، وهلو ټکولو او جنسي تیري سره مخامخ شوي دي.

سعودي مقاماتو تل د ښځینه فعالانو د شکنجه کولو نه انکار کړی دی. په سعودي کې د ښځینه فعالانو پر ضد ډیر کم تورونه علني شوي دي، خو یو شمیر دغو ښځو د بهرنیو خبریالانو، دپلوماتانو او د بشري حقونو له ډلو سره تماس درلودلی دی.

د بخښنې او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د غونډې له ګډون کوونکو غوښتي چې ددغو ښځو قضیې په غونډه کې مطرح کړي.

د سعودي عربستان ولیهعد محمد بن سلمان، پدې وروستیو کلونو کې په عربستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ اصلاحات رامنځ کړي چې په کې د موټر چلولو، د محرم پرته سفر کولو حقونه او کار ته د لاسرسي اسانتیاوی شاملې دي.

XS
SM
MD
LG