د لاس رسي وړ اتصالات

جي-۷ هېوادونو مشران: د بشري حقونو په اړه د طالبانو د سیستماتیکو سرغړونو سره سخت مخالف یو


په جاپان کې د نړۍ د اوو بډایه هېوادونو (جي-۷) مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د ښځو په اړه د دغې ډلې له پرېکړو سره مخالفت څرګند کړی دی.

په افغانستان کې د جاپان سفارت په دې اړه نن دوشنبه مۍ ۲۲ (غبرګولي لومړۍ) په خپل رسمي ټویټر کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د اوو بډایه هېوادونو ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیې کې راغلي دي: «موږ د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه د طالبانو له سیستماتیک سرغړونو سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او دنه منلو وړ پرېکړو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې په سمدستي توګه د پرېکړو د بېرته اخیستلو غږ کوو.» اعلامیه وايي چې په افغانستان کې «ثبات او ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت ته ګواښونه» زیات شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې طالبان خپل ټول هغه منتقدین نیسي، بندیان کوي، وهي او تري تم کوي چې د هغوی په حکومت باندې انتقادونه کوي. په دغو کسانو کې د بشري حقونو مدافعان، مدني ټولنو استازي، خبریالانو، استادان او د نجونو د تعلیم مبارزین شامل دي. همدغه راز ویل کېږي چې طالبانو د تېر حکمت لسګونه سرتېري او کارکوونکي نیولي، بندیان کړي او وژل شوي دي. طالبان دا ادعا ردوي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې باید ټول افغانان په خپله عام ژوند کې په مساوي ډول له هر ډول مشارک څخه برخمن وي. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو متوسطه، عالي ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او د طب په برخه کې له یوې عادي استثنی پرته یې د ښځو په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او بل هر ډول ګډون بندیز ولګول.

د بشري حقونو سازمانونه دا پرېکړې غندي او له طالبانو څخه غواړي چې بېرته یې واخلي، خو طالبان ټېنګار کوي چې د «شریعت او افغان فرهنګ» په اساس بشري حقوقو او د ښځو حقونو ته قایل دي.

د جي-۷ هېوادونو مشرانو له طالبانو غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د دغه سازمان «غیر محدود ماموریت تضمین» کړي. طالبانو څه موده مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

د جي-۷ هېوادونو په اعلامیې کې همدغه راز په طالبانو غږ شوی دی چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکارول شي او یا د ترهګرو د تمویل، روزنې او پناه ځای باندې بدل شي. که څه هم طالبان ټېنګار کوي چې په افغانستان کې هېڅ «ترهګر نشته او چاته اجازه نه ورکوي چې دا خاوره د بل په ضد وکاروي»، خو ملګري ملتونه وايي چې لا هم په دغه هېواد کې د القاعده ډلې شته او فعالیت لري.

روسي چارواکي هم ادعا کوي چې د داعش غړي په افغانستان کې موجود دي. پاکستان او چین هم له طالبانو غوښتي دي چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو او اویغور جنګیالیو په ضد اقدامات وکړي.

د طالبانو د حکومت څه باندې ۲۰ میاشتې پوره کېږي او لا هم وم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي، نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې همه شمول حکومت جوړ کړي او د بشر او اقلیتونو حقوقو ته درناوی وکړي. د جي-۷ په اعلامیې کې هم په طالبانو غږ شوی دی چې د «باور وړ، همه شمول او د افغانانو په مشرۍ خبرو اترو کې د ګډون لپاره مهم ګامونه واخلي چې ټول افغانان په کې» برخه واخلي.

په داسې حال کې چې د طالبانو ټول حکومت له «ملایانو او مولیانو» جوړ دی او هېڅ یوه ښځه په کې نشته، دا ډله ادعا کوي ‌چې نظام یې همه شمول دی.

XS
SM
MD
LG