پاکستاني مقاماتو د جمعې په ورځ، جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۱)، وویل چې د بلوچستان په ایالت کې د میتان ګازو د چاودنې په نتیجه کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی او ۱۲ کارکوونکي پکې بند پاتې دي.
پېښه د پنجشنبې په شپه د سنګیدي په سیمه کې رامنځته شوې او د بند پاتې کسانو د ژغورلو لپاره عملیات پیل شوي دي.
د کانونو یو څارونکي عبدالغني وویل چې د ژغورنې کارکوونکي د نړېدلي کان په خځلو کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي خو تراوسه نه دي توانېدلي چې څوک ژوندی ومومي.
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند په یو بیان کې ویلي چې د پېښې د لامل د موندلو په اړه د پلټنو امر شوی دی.
په وروستیو کلونو کې د حفاظتي اصولو نه پلي کېدل د پاکستان په کانونو کې د خونړیو پېښو د رامنځته کېدو لامل بلل شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان امنیتي ځواکونه وتوانېدل د اورپکو له خوا د ۱۶ تښتول شویو کان کیندونکو له جملې څخه لږ تر لږه اته تنه وژغوري.
فورم \ دبحث خونه