د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې جګړې ددغه سیمې روغتیايي سیستم له کاره غورځولی


 د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د غزې په شمالي سیمو کې له ۲۴ روغتونونو څخه یوازې اووه یې په نسبي توګه فعال دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د غزې په شمالي سیمو کې له ۲۴ روغتونونو څخه یوازې اووه یې په نسبي توګه فعال دي.

د غزې تړانګې اوسیدونکي او چارواکي شکایت کوي چې د اسرائیل هوايي او ځمکنیو بریدونو د دغې جګړه ځپلې سیمې روغتیايي سیستم تقریباً له منځه وړی دی.

اکثر هغه ناروغان چې د اسرائیل او حماس جګړې څخه مخکې یې په غزه درملنه کیدله، اوسمهال د روغتیایي مرکزونو د نشتوالي او ویجاړیدو له امله مړه کیږي.

د غزې په تړانګه کې د عبدالرحیم الصلوت په نوم یو بې ځایه شوي فلسطیني، د زړه د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ هغه ناروغۍ چې د طبي اسانتیاو او تجهیزاتو ته د لاسرسي په ترڅ کې د درملنې وړ دي.‌

د عبدالرحیم زوی هاني الصلوت د رویټرز خبري اژانس ته وویل، که څوک د اسرائیل په هوايي یا ځمکنیو بریدونو کې وژل شوی نه وي، نو د غزې د تړانګې د محاصرې او د درملو او د روغتیايي خدماتو د نشتوالي له امله به مړ شي. چېرته لاړ شو؟ سوګند یادوم چې پلار مې د اسرائیل د برید له امله نه دی مړ شوی، هغه د محاصرې او د درملو د نشتوالي له امله مړ شوی. نه پوهېږم څه ووایم."

د عبدالرحیم زوی وايي، لومړی یې خپل پلار د زړه د تکلیف له امله د خان یونس روغتون ته انتقال کړ، خو پر خان یونس د اسرائیلي بریدونو له زیاتېدو وروسته اړ شو چې خپل ناروغ پلار د غزې جنوبي ښار رفح ته یوسي، چې اوس مهال له ټولې غزې څخه د سلګونو زرو بې ځایه شویو فلسطینیانو کوربه دی.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پر غزې د اسرائیل پوځي بریدونه له امله چې له درېیو میاشتو راهیسې روان دي، له ۲۶ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۶۴ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د غزې په شمالي سیمو کې له ۲۴ روغتونونو څخه یوازې اووه یې اوس په نسبي توګه فعال دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز وايي، چې د اسرائیل او حماس د جنګیالیو تر منځ د سختو نښتو دوام، روغتیایي مرکزونو ته د بیړنیو مرستو رسولو مخه ډپ کړې ده او په غزه کې، دغه څو فعاله روغتونونه د ناروغانو او ټپیانو د زیاتیدونکي شمیر درملنه نشي کولای.

په رفح کې د ابو یوسف النجار روغتون مشر، مروان شفیق الهمص وویل: "په رفح کې اوسنی وضعیت د بې ځایه شویو او ناروغانو د زیاتوالي له امله هيښونکې او ډیر خطرناک دی. "

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) چې د اکتوبر په اوومه د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې، ویلي چې د اسرائیل د بریدونو زیاتوالي په تېره بیا د غزې په جنوب کې نه، یواځې د ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی، بلکې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی یې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG