د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د فلسطین د زخمي ماشومانو درملنه کوي


د غزې په جګړې کې ځینې زخمي شوي فلسطیني ماشومان.
د غزې په جګړې کې ځینې زخمي شوي فلسطیني ماشومان.

د ایټالیا د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) وویل چې د دغه هېواد په روغتونونو کې به د غزې په جګړې کې د فلسطین د ۱۰۰ زخمي ماشومانو درملنه وشي.

د اسرائیل په شاوخوا درې میاشتنیو بمباریو کې د غزې روغتیایي بنسټونه تقریبا نړیدلې دي.

د ایټالیا دفاع وزارت «له غزې څخه ایټالیا ته د دغو زخمي ماشومانو او د هغوی د کورنیو د انتقال د پیل کېدو خبر ورکړی» دی.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په لومړۍ جوپې کې به ۳۰ زخمي ماشومان له مصر څخه ایټالیا ته او ۳۰ نور به یې د همدغې میاشتې تر پای پورې د ایټالیا په پوځي بېړۍ کې انتقال شي.

د دغو ماشومانو درملنه به د روم، بولوګنا، فلورېنس او ګینوا ښارونو او نورو روغتونو کې کېږي. ایټالیا وایي په سیمې کې له ځینو هېوادونو سره په تماس کې ده چې هلته پوځي روغتون جوړ کړي.

د چهارشنبې په ورځ اووه زخمي فلسطیني ماشومان د درملنې لپاره فرانسې ته انتقال شول، تر دې مخکې دوه نور هم انتقال شوي وو، دا د اروپايي ټولنې کوم هېواد ته د زخمي فلسطینیانو د انتقال لومړۍ جوپه وه.

د اکتوبر په اوومې نېټې د حماس ډلې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل. د فرانس پرس د راپور په اساس‌ چې د چارواکو په قول لیکل شوی، په دغو بریدونو کې ۱۱۴۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۵۷۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت ولسي خلک دي. ملګرو ملتونو تېره ورځ خبرداری ورکړ چې په غزې کې به د جګړې له کبله قطحي راځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG