د لاس رسي وړ اتصالات

غني: جنرال عبدیاني په 'زړورتیا او متانت' دنده ترسره کړه


جنرال عبدیاني تیره ورځ د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د وسله‌والو طالبانو د ډله‌يیز برید په نتیجه کې ووژل شو.
جنرال عبدیاني تیره ورځ د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د وسله‌والو طالبانو د ډله‌يیز برید په نتیجه کې ووژل شو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پکتیا د امنیه قومندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د هغه تابوت ته یې اوږه ورکړه.

جنرال توریالی عبدیاني تیره ورځ د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ باندې د وسله‌والو طالبانو د ډله‌يیز برید په نتیجه کې ووژل شو.

ولسمشر غني د جنرال عبدیاني کورنۍ ته د تسلیت په وړاندې کولو سره وویل، چې هغه په 'زړورتیا او متانت' خپله دنده ترسره کړه.

ښاغلي غني وویل "زمونږ د ټولو اجماع دا وه چې شهید عبدیاني د سترو کارنامو موجب شي چې هغو ته ورسېد. په سختو شرایطو کې مو چې په هره دنده وګوماره، په زړه ورتیا او متانت یې ترسره کړه".

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزیر ته لارښونه کړې، ترڅو د جنرال عبدیاني د ترفیع او د هغه کورنۍ ته د یو اپارتمان ورکولو وړاندیز جوړ او د منظورۍ لپاره یې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

په دغه بیان کې یو ځل بیا ولسمشر غني د دولت وسله‌والو مخالفینو ته په خطاب ویلي "موږ سوله غواړو او د سولې لاس غځوو، که تاسې دا ډول فاجعې تکراروئ د افغانستان ولس، علمای کرام او د وسلوالو ځواکونو منسوبین به په یوه کتار کې ستاسې پر وړاندې ودرېږي".

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، چې په پروني برید کې ۶۰ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپيان شوي دي.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست یو مسول ډاکټر ولایت خان احمدزي امریکا غږ ته وویل، چې د پیښې له ځای څخه ۴۸ مړي او ۱۶۱ ټپیان ملکي روغتون ته او ۱۲ مړي او ۷۵ ټپيان د قول اردو روغتون ته لیږدول شوي دي.

تیره ورځ د برید له پای ته رسیدو وروسته، د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس‌احمد برمک د دغې پیښې د څیړلو لپاره پکتیا ته تللي وو.

XS
SM
MD
LG