د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال عبدالرازق جنازه په کندهار کې خاورو ته وسپارل شوه


نن د جمعې په ورځ د جنرال عبدالرازق د جنازې په مراسمو کې د کندهار ولایت په سلګونو کسانو ګډون کړی وو.
نن د جمعې په ورځ د جنرال عبدالرازق د جنازې په مراسمو کې د کندهار ولایت په سلګونو کسانو ګډون کړی وو.

د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق جنازه نن د جمعې په ورځ د غرمې وړاندې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د خرقې شریفې د پارک په سیمه کې، چې د والي دفتر مخ ته پرته ده خاورو ته وسپارل شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر ګل اغا شیرزي او د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانکزي د ګډون سربیره په ګڼ شمیر ملکي او پوځي چارواکو او کندهار ولایت په سلګونو سپین ږیرو او مخورو هم ګډون کړی وو.

نن د جمعې په ورځ کندهار ښار ډیر واټونه د ترافیکو پرمخ تړل شوي او په ښار کې ډير کم تګ راتګ تر سترګو کیده، خو بیا هم د جنازې مراسمو ته ګڼ خلک ورغلي وو.

جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس تیره ورځ په یو برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

د جنرال عبدالرازق د جنازې مراسم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

تیره شپه د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانګزي په مشرۍ یو لوړ پوړې امنیتي پلاوی کندهار ته رسیدلی او د پنجشنبې د ورځې د پېښي د څرنګوالي په اړه يې پلټنې پيل کړي دي

سره له دې چې د کندهار ښار امنیت د پخوا په څېر د پوليسو له لوري اداره کیږي خو تېره شپه ناوخته د ځانګړو افغان ځواکونو دوه کنډکونه هم له کابل څخه کندهار ته رسیدلي او په دغه ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

د کندهار ښار ۱۶ امنیتي حوزې لري، چې د هري حوزې امنیت يې خپله د پوليسو له لوري تر کنټرول لاندې دی.

د کندهار د قبایلي مشرانو څخه جوړي جرګې تېره شپه د افغانستان د ملي امنیت له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ټينګار وکړ، چې مرکزي حکومت دې په بیړنۍ توګه د کندهار د وژل شوي امنیه قومندان جنرال عبدالرازق کشر ورور تادین خان اڅکزی د هغه د ځای ناستې په توګه وګماري.

که څه هم تر اوسه د پېښې په اړه کره جزیات په رسمي ډول د رسنیو په واک کې ندي ور کړل شوي، خو د کندهار د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې یوه لوړ پوړي منصبدار د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې برید د کندهار د والي هغه ساتونکې کړی چې تازه په دنده ګمارل شوی وو.

سرچینې زیاته کړه چې د برید کونکې ضمانت د والي یو بل ساتوونکي کړی وو چې د هغه له دندې څخه درې نیم کاله پوره شوي وو او د پنجشنبې د ورځې د پېښي څو ساعته مخکې له کندهار ښار څخه وتلی وو.

پولیسو د دغه ساتوونکي د نیولو هڅې ګړندۍ کړي دي.

دغه راز د کندهار د والي د ساتونکو د مشر په ګډون د والي ټول ساتونکې هم د جنايي پولیسو له لوري نیول شوي او پلټنې ترې پيل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG