د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: کمېسیون دې د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي


تصویر له ارشیف څخه
تصویر له ارشیف څخه

د افغانستان د جمهوري ریاست لمړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي چې د انتخاباتو کمېسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ښاغلي دوستم د پایلو د اعلان د ځنډ په اړه وویل: " له دې زیات خلک مه اندېښمن کوئ. ژر یوې نتیجې ته ورسیږئ. ابتدايي پایلې باید کمېسیون اعلان کړي."

ښاغلي دوستم تاکید وکړ چې د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره پاکې رایې له ناپاکو جلا کړي او همدغه راز د بایو مېتریک او غیر بایومېتریک رایو په اړه پرېکړه وکړه.​

هغه دا خبرې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت له قومندان سکات میلر او د افغانستان د دفاع له وزیر اسدالله خالد سره له ملاقات وروسته کولې. دوی د دوشنبې په ورځ (دسمبر۲) په شبرغان کې ولیدل.

ښاغلي دوستم وویل چې د ابتدايي پایلو اعلانول د کمېسیون کار دی چې د "قانون او طرزالعمل" په اساس کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوی تر همدغه ملاقات مخکې نن د دوستم زرګونو پلویانو په فاریاب او تخار کې د ټاکنو د کمېسیون ضد مظاهره وکړه.

جنرال دوستم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" د انتخاباتي ډلې غړی دی. پلویانو یې د انتخاباتو کمېسیون د اقداماتو په غبرګون چې دوی یې "سازمان شوې درغلۍ" یادوي، په تخار او فاریاب مظاهرې وکړې.

ښاغلي دوستم وویل چې له جنرال سکات میلر او اسدالله خالد سره یې په شمال کې په امنیتي حالاتو خبرې وکړې. دا لومړی ځل دی چې جنرال میلر له جنرال دوستم سره په جوزجان کې ویني.

XS
SM
MD
LG