د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران کړکیچ او عراق ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سفر


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د عراقي مقاماتو سره د خبرو او د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ د راکمولو د هڅې لپاره بغداد ته سفر کړی.

عراق ته د ښاغلي ماس تگ سیمې ته د هغه د سفر د پراخ پروگرام یوه برخه ده. ټاکل شوې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ ایران ته لاړ شي او د هغه هیواد له مقاماتو سره وگوري.

ددې سفر سره جوخت د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دفتر په یوې اعلامیې کې کې ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې چې د فارس په خلیج کې د امریکایي پوځیانو تحرکاتو په سیمه کې اندیښنې زیاتې کړي مهمه ده چې اروپایي هیوادونه خپل رول سم ولوبوي.

پدې اعلامیه کې راغلي دي: "مونږ باید یوازې خبرې ونه غواړو، بلکه (خبرې) وکړو – په ځانگړې توگه پداسې شرایطو کې چې د نظر اختلافونه پراخ دي او اوږدمهاله کړکیچونه نور هم ژوریږي."

اعلامیه همداشان وایي: "ددې خطر چې سوءتفاهمونه، ناسمې محاسبې او په یوه ډیره کړکیچنه سیمه کې لمڅونکي اقدامات ښایي نه اټکل کیدونکي پایلې ولري، په څرگنده لیدل کیږي."

تمه ده چې ښاغلی ماس د عراق له جمهور رئیس، صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وگوري او د سیمې د امنیت په هکله خبرې وکړي. د عراق او جرمني دوه اړخیزې اړیکې او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداگریزه همکاري هم د ښاغلي ماس او عراقي مشرانو ترمنځ د خبرو اجندا ده.

عراق ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سفر د امنیتي دلیلونو په وجه مخکې له مخکې نه و اعلان شوی.

XS
SM
MD
LG