د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د داعش پنځه شکمن تاجیکستاني غړي په امریکایي اډې د برید په تور نیولې


د جرمني څارنوالانو نن د چهارشنبې په ورځ د اپریل په ۱۵ (وري ۲۷) اعلان وکړ چې د تاجیکستان پنځه تنه اتباع یې پدې تور نیولي دي چې د داعش د ترهګرې ډلې غړیتوب یې درلود.

د جرمني پولیسو ویلي چې دغو پنځو تنو تاجیکستانیانو په جرمني کې پر میشتو امریکایي ځواکونو باندې د برید کولو پلانونه جوړول.

جرمني مقاماتو په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې دغې ډلې پر امریکایي ځواکونو باندې د بریدونو لپاره وسلې، مهمات او د بمونو جوړولو لپاره چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي وو.

د جرمني د کارلزروهه، ښار څارنوالانو ویلي دي چې دغه پنځه تنه د تیرې میاشتې راهیسې بندیان دي او د اسلامي امارت د ډلې یا داعش سره له یوځای کیدو وروسته یې په جرمني کې تروریستي کړۍ جوړه کړې وه.

جرمني مقاماتو ویلي چې دغه پنځه تاجیکستانیان په سوریه او افغانستان کې د داعش د لوړپوړو غړو سره په تماس کې وو او له هغوی څخه یې هدایتونه ترلاسه کول.

مقاماتو زیاته کړه چې پدې هیواد کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ سخت دریځه مسلمانان شته چې دغې ډلې شاوخوا ۶۸۰ تنه یې خورا خطرناک ګڼل کیږي چې کیدای شي تاوتریخوالی رامنځ ته کړي.

جرمني په ۲۰۱۹ کال کې هم څو تنه د داعش ډلې په تړاو نیولي وو.

XS
SM
MD
LG