د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د جمعې په ورځ جنورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ته وویل، برلین چمتو دی چې د بشارالاسد له لیرې کیدو وروسته د یوې آزادې او خوندي راتلونکي په لور د سوریې د انتقال ملاتړ وکړي.
د جرمني د صدراعظم ویاند ستیفن هیب سټرایټ په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلي شولتز د الشرع سره په یو ساعت خبرو کې "د سوریې د بیارغونې ملاتړ ته چمتووالی ښودلی ترڅو سوریه د ټولو لپاره یو آزاد او خوندي کور شي".
د سوریې له نوي مشر سره په خپله لومړنۍ ټلیفوني اړیکه کې شولتز "د سوریې خلکو ته د بشارالاسد د تروریستي رژیم د په ختمولو کې د بریا مبارکي وویله".
الشرع د جنورۍ په پای کې وروسته له هغه د سوریې د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو چې د اسلام پالو یاغیانو په مشرۍ ځواکونو د بشارالاسد رژیم نسکور او د هغه د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمنۍ یې پای ته ورسوله.
شولتز د سوریې نوي مشر ته وویل چې هغه د یوې ټول شموله سیاسي پروسې مشري کولو ته اړتیا لري ... چې ټولو سوریایانو ته اجازه ورکړي چې د نژادي یا مذهبي اړیکو په پام کې نیولو پرته په کې برخه واخلي.
د اعلامیې له مخې د جرمني صدراعظم همداراز په سوریه کې د امنیت لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.
شولتز وویل، جرمني به په دې برخه کې له اروپايي او نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار وکړي.
الشرع د هغه راهیسې چې د هغه حیات التحریر الشام ډلې د بشارالاسد د رژیم د نسکوریدو مشري وکړه، د سوریې د ډپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو لپاره هڅې پیل کړې. خو دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حکومتدارۍ له ننګونو سره د یو ستونزمن لیږد په ترڅ کې مخ دی.
د دروز اقلیت په ګډون په جنوب کې وسلو والو ځواکونو، په دمشق کې نوې واکمنۍ ته په احتیاط سره غبرګون ښودلی، پداسې حال کې چې په شمال او شمال ختیځ کې کردي ځواکونو د ترکیې پلوه جنګیالیو سره جګړې ته دوام ورکړی دی.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه