د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین په اوکراین کې ۳۶ ساعته اوربند اعلان کړ؛ بایډن: مسکو غواړي نوې ساه واخلي


د روسیې ولسمشر
د روسیې ولسمشر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن پنجشنبه جنوري پنځمه (مرغومې۱۵) د ارتودکس مسیحیانو د کرسمس په مناسبت په اوکراین کې ۳۶ ساعته اوربند اعلان کړ. دا په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته لومړی اوربند دی.

کرملین په یوې اعلامیې کې د ښاغلي پوتین له خولې لیکلي دي: « د عالیجناب لوی اسقف کریل د غوښتنې په اساس، د روسیې فدراسیون د دفاع وزیر ته لارښوونه کوم چې د دواړو غاړو د تماس په ټولو لیکو کې د ۲۰۲۳ جنورۍ د شپږمې نېټې له ۱۲ بجو څخه نیولې د اوومې نېټې د شپې تر ۱۲ بجو پورې اوربند وکړي.»

د روسیې د ارتودکس مسیحیانو مشر اسقف کریل د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د کرسمس په مناسبت اوربند اعلان کړي. اکثریت ارتودکس مسیحیان، چې په اوکراین او روسیې کې اوسېږي، د جنورۍ په شپږمه او اوومه کرسمس لمانځي.

ولسمشر پوتین ویلي‌دي: «دا چې زیات ارتودکس مسیحیان په جنګي‌سیمو کې ژوند کوي، له اوکرایني لوري څخه هم غواړو چې اوربند اعلان کړي او هغوی ته اجازه ورکړي ‌چې په ورځ او شپه کې د کرسمس په مراسمو کې برخه واخلي.»

اوکراین مخکې د لوی اسقف کریل دا غوښتنه رد کړې وه خو د روسیې د دغه اوربند په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

د اوکراین د ولسمشر مشاور میخایلو پودولیاک د روسیې د ارتودکس کلیسا د جګړې سرچینه بللې او ویلي دي چې د اوکراینیانو ډله ایزې وژنې او د روسیې د نظامي کولو چارې یې هڅولې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې د اوربند اعلان د جګړې لپاره د تازه نفس اخیستلو لپاره پلمه بللې ده. بایډن ویلي دي چې «پوتین د نوي کال په کرسمس کې په روغتونونو، وړکتونونو او کلیساو » باندې بریدونو ته چمتو و او «فکر کوم،‌ هغه د اکسیجن په لټه دی».

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ویلي دي چې که پوتین رښتیا هم سوله غواړي نو خپل ځواکونه دې له اوکراین څخه وباسي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «هغو خلکو ته چې د روسیې د اشغال د ډار تر سیوري لاندې ژوند کوي، تش په نامه اوربند کومه ګټه نکوي.»

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین څخه غوښتي وو چې په اوکراین کې یو «اړخیز اوربند» اعلان کړي.
ښاغلي اردوغان له خپل روسي سیال سره په تیلیفوني خبرو کې ویلي د‌ي چې باید په یو اړخیز اوربند او د عادلانه حل لارې په موندلو سره د«سولې او مذاکراتو د غوښتنو ننګه» وشي.

ښاغلي اردوغان د اوکراین له ولسمشر سره هم په تیلیفون کې خبرې کړي‌ دي. کرملین وايي د روسیې ولسمشر ښاغلي اردوغان ته ویلي‌ دي‌ که اوکراین اشغال شوي سیمې د روسیې د قلمرو برخې ګڼي، مسکو له کیف سره خبرو ته چمتو دی. د روسیې د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر پوتین دا د نویو خبرو لپاره مهم شرایط وګڼل.

XS
SM
MD
LG