د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې پروړاندې بې دلیله هیڅ خنډ نه منم


جمهور رئیس غني نن د ارګ په جومات کې د لوی اختر د لمانځه وروسته د خبریالانو پر وړاندې ویناکوله
جمهور رئیس غني نن د ارګ په جومات کې د لوی اختر د لمانځه وروسته د خبریالانو پر وړاندې ویناکوله

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکمتیار اسلامي حزب سره د سولې هوکړې د لاسلیک هیله څرګنده کړې او ویلي دي چې دی د سولې پروړاندې بې دلیله هیڅ خند نه شي منلی.

جمهور رئیس غني، نن سهار د ارګ په جومات کې د لوی اختر د لمانځه د اداکولو وروسته د افغانستان خلکو ته د اختر د مبارکۍ ویلو په وخت د حکمتیار د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د خبرو یادونه وکړه او د سولې د عالي شورا او د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي د هڅو څخه یې مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي حزب سره په خبرو کې ډیر پرمختګ شوی دی.

جمهور رئیس وویل " یوه برخه مسلې پاتې دي، چې حل به یې د سولې په پلي کولو کې مرسته وکړي، خو دا مسایل به انشاالله په کمه موده کې حل شي او حل کیږي".

ښاغلي غني وویل، چې سوله هدف غواړي،سوله اجماع غواړي، سوله زغم غواړي او سوله ژمنه غواړي.

جمهور رئیس غني پرته له دې چې د حکمتیار اسلامي حزب سره د سولې د هوګړې په برخه کې د حکومت په دننه یا بهر کې د اختلاف یادونه وکړي وې ویل چې د سولې پروړاندې بې دلیله هیڅ خنډ نه مني.

هغه وویل " د افغانستان د جمهوررئیس په توګه د سولې پر وړاندې هیڅ ډول خنډ چې بې دلیله وي نه شم منلی".

جمهور رئیس غني وویل، که دغسې کوم خنډ رامخې ته شي دې به یې په کلکه پروړاندې ودریږي.

ښاغلي غني وویل " او که مانع ایجاد شي، نو بیا زما دنده ده او زما وظیفه ده چې د ټول ولس سره جریان شریک کړم او د ټول ولس څخه غوښتنه وکړم چې په واحد صف کې د سولې لپاره انشاالله ودریږي ".

جمهور رئیس غني دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کړي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې کې ویلي چې دا حزب افغان حکومت سره په ټولو مسلو موافقې ته رسیدلی، خو اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې په هکله د ملي یووالي په حکومت کې خپلمنځي اختلافات د حکومت او ددغه حزب ترمنځ د هوکړې لاسلیکول ځنډولي دي.

محمد کریم امین چې د افغان حکومت سره د اسلامي حزب د پلاوي مشري کوي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د ملي یووالي په حکومت کې ځیني کړۍ ددغه حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک د ځنډ سبب وګڼه.

ښاغلي کریم وویل "د تیرو څو ورځو راهیسې د افغانستان حکومت سره د سولې موافقه کاملآ بشپړه شوې ده، په وروستیو ساعتونو کې چې باید لاسلیک شوې وې، په نظام کې دننه هغه کړۍ او افراد چې تراوسه یې د دغو خبرو د نه بریالیتوب هیله لرله، کله یې چې ولیدل پر ټولو ستونزو باندې بریالیتوب ترلاسه شوی او سند مو بشپړ کړ میدان ته راووتل او د موافقې سره مخالفت کوي ".

ښاغلي کریم وویل، اوس ستونزه د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ نه ده بلکې ستونزه په خپله ستونزه د نظام کې ده.

همداشان د اسلامي حزب د پلاوي مشر د جمهوررئیس غني د نننیو څرګندونو څخه هم ملاتړ څرکند کړ.

حکمتیار سره د خبرو ملاتړ

تراوسه لا څرګنده نه ده چې د افغان حکومت په دننه کې کوم چارواکي د اسلامي حزب سره د سولې هوګړې د لاسلیک سره مخالفت ښودلی دی.

خو د بلخ د ولایت سرپرست استاد عطا محمد نور وایي چې دې د جمعیت اسلامي د ګوند په استازیتوب د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې له هوکړې ملاتړ کوي.

ښاغلي نور وویل "د افغانستان اسلامي جمعیت کومه پالیسې چې لري له دغې هوکړې او کوم بدلونونه چې ماته له مرکز څخه ډاډ راکړل شوی زه په کې کومه ستونزه نه وینم، د همدې له امله د جمعیت اسلامي دریځ دادی چې د حکومت او اسلامي حزب له هوکړې ملاتړ کوي".

د بلخ د ولایت سرپرست وویل، چې دې هم د دغو خبرو څخه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG