د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر غني او جهادي مشرانو ترمنځ کتنه کې د پاڅونونو د 'چټک' انسجام پرېکړه


ولسمشر غني په ارګ له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د لیدنې پرمهال
ولسمشر غني په ارګ له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د لیدنې پرمهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د سیاسي او جهادي مشرانو او ملي شورا له رئیسانو سره د هیواد د روان امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

ارګ نن دوشنبه اګست نهمه (زمري ۱۸) ویلي، دغه کتنه چې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه پکې د افغان ځواکونو او جمهوریت د بقا او تداوم د ملاتړ ترڅنګ د ولسي پاڅونوالو د پیاوړتیا او تجهیز په اړه پرېکړه وشوه.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي: "په دغه کتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د جمهوریت د بقا او تداوم د ملاتړ ترڅنګ د دښمن د هجوم پر وړاندې د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام، پیاوړتیا او تجهیز پرېکړه وشوه."

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې په غونډه کې د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، حاجي محمد محقق، محمد یونس قانوني، د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار ترڅنګ یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر داسې مهال د روان امنیتي وضعیت په اړه د سیاسي او جهادي مشرانو سره کتلي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د نیمروز مرکز زرنج، د جوزجان مرکز شبرغان او سرپل او کندز ښارونو مرکزونه د طالبانو لاسونو ته لوېدلي دي.

د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونه هم په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو شاهد و، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یادو ښارونو د نیولو په اړه یې د طالبانو پلان شنډ کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني تیره اونۍ د هیواد د روان امنیتي وضعیت په اړه د ملي شورا ځانګړې غونډې وویل چې دوی دې پایلې ته رسېدلي چې وسله وال طالبان پر تلپاتې او عادلانه سولې «هیڅ باور» نلري او له دغه ډلې څخه غواړي چې د «واقعي مذاکراتو او جګړې» څخه یو انتخاب کړي.

ښاغلي غني وویل چې افغانستان دا مهال د «طالبانو او د هغوی د ملاتړو له بیساري یرغل» سره مخ دی، خو ډاډ یې ورکړ چې د هیڅ یوې ورانکارې ډلې په وړاندې به په ګونډو نشي.

XS
SM
MD
LG