د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر ته د ۲۲۰ولټه برېښنا د انتقال پروژه پرانیستل شوه


ولسمشر غني نن د سه شنبې په ورځ له کابل څخه لوګر ته تللی دی
ولسمشر غني نن د سه شنبې په ورځ له کابل څخه لوګر ته تللی دی

ولسمشر محمد اشرف غني نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشر د مرکزي ولايت لوګر د امنيتي ارزونې او د برېښنا د انتقال پروژې د پرانستنې لپاره دغه ولايت ته تللی دی.

نوموړي لومړی په پل علم کې د کابل له ارغندي څخه د ۲۲۰ ولټه برېښنا د انتقال سب سټېشن پرانيست او ويې ويل چې په دې سره به ۱۳ زره کورونه او همدارنګه سوداګريزې او صنعتي ساحې له برېښنا برخمنې شي.

له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د کابينې يو شمېر غړي هم ملګرتيا کوي او ټاکل شوې چې په علم کې د قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او د ښځو د حقونو فعالانو يوې غونډې ته وينا هم وکړي.

د کابل له ارغندې څخه د لوګر له لارې جنوب ختيځو ولايتونو د يادې برېښنا د انتقال لپاره په لوګر، پکتيا او خوست کې څلور سب سټېشن جوړ شوي او تېره مياشت د ولسمشر غني له لوري پرانستل شوي دي.

په ټوليز ډول د کابل له ارغندې سټېشن څخه تر خوست پورې د دې پروژې اوږدوالی ۲۰۱ کيلومتره دی او د ۱۳۹۴ هجري لمريز کال د ميزان په مياشت کې يې کارونه پيل شوی وو.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG