د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني خلک غواړي د رسنیو له لارې د پولیو په اړه معلومات ورکړل شي


Afghanistan Polio
Afghanistan Polio

په افغانستان کې ملي او نړیوالې ادارې هڅه کوي چې د ګوزڼ ویروس محوه کړي او په دې موخه په پرله پسې ډول د عامه پوهاوي چارې ترسره کیږي.

په غزني کې خلک اوس د عامه پوهاوي مسؤولینو خبرو ته غوږ ږدي او د دوی مالومات ورته اغیزناک دي.

راپورونه وايي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې عامو خلکو د ګوزڼ ضد واکسین او په دې اړه د عامه پوهاوي د رضاکارانو خبرو ته اهمیت نه ورکولو او پر وړاندې یې بې پروا وو.

روغتیاپالان اوس خوښ دي او وايي چې د خلکو فکر تر ډېره بدل شوی دی.

په غزني ولایت کې د کتلوي معافیت آمر، عبدالبصیر ثابت له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې د یونسیف سازمان لخوا د عامه پوهاوي برخه کې په لریو پرتو سیمو کې خلک د عامه پوهاوي او ګوزڼ واکسین په اړه مالوماتو ته غوږ نیسي او په دې پوه شوي دي چې د ملي او نړیوالو ارګانونو هڅې مهمې دي.

نوموړي وویل: "څرنګه چې تاسو په جریان کی یاست، د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې د همکارو موسساتو لکه یونیسف یا د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو،ایچ،او) لخوا د غزنی لرې ولسوالۍ ته چې خلک له دې امتیازه بې برخې و، د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شو. دې سیمو کې خلکو خپل ماشومان له واکسین څخه بې برخې کړي وو، خو نن د دوی په واسطه دا ماشومان واکسین کیږي او یا هم واکسین شوي دي."

په ورته وخت کې د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د پولیو په اړه د خلکو پوهاوی مهم دی او که په یوه کلي کې یو شمېر ماشومان واکسین نه شي، نور به هم اغېزمن شي.

د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکې، سلما چې د دوه اولادونو مور ده له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "وروسته له دې چې د غزني ولایت په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې د یونیسف نړیوال سازمان لخوا او ملی ادارو او عامې روغتیا ریاست لخوا د عامه پوهاوي برخه کې پروګرامونه ترسره شول او ډیرې هلې ځلې وشوې، اوس خلک خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوي او ټول خلک پوه شوي چې واکسین ماشومانو ته ګټه لري، پدې برخه کې ډیرې هلې ځلې وشوې، اوس موږ پوه شوي یو او خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوو."

د دې ترڅنګ، د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اوسیدونکی رحیم الله بیا وايي، په غزني ولایت کې د پولیو واکسین لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې ډیر کار شوی او د دوی د ولسوالۍ خلک هم د عامه پوهاوي له ترلاسه کولو وروسته خپل ماشومان په پوره لیوالتیا سره واکسینوي.

نوموړی زیاتوي چې مخکې به د کمپاین له پیل کیدو مخکې د عامه پوهاوي پروګرامونه د رادیوي او ټلویزیوني رسنیو له لارې خپریدل او خلک به دې ته لا هڅیدل چې خپل ماشومان واکسین کړي، خو په وینا یې چې د تیر یو کال راهیسې دا چاره په ټپه ولاړه ده او هغه د دې کار د بیا پیل کیدو غوښتنه کوي.

رحیم الله امریکا غږ ته وویل: "زموږ په ولسوالۍ کې خلکو ډیر عامه پوهاوی ترلاسه کړی او خپل اولادونه په ډیر شوق سره واکسینوي، مګر یوه غوښتنه لرم چې یو کال کیږي دا چاره دریدلې، مخکې به په غزني کې د یو شمېر رسینو لخوا د کمپاین د پیلیدو دوه ورځې وړاندې، د پولیو د عامه پوهاوي ځيني پیغامونه خپریدل او هغه د خلکو سره ډیره مرسته کوله او دوی ېې متوجه کول چې سبا یا بل سبا کورونو ته واکسیناتوران راځي او هلته د دوی ماشومان واکسینوي."

د هغه په وينا، دغه پيغامونه ډېر اغېزمن دي او خلک هڅوي، چې خپل ماشومان واکسين کړي.

د غزني ولایت د اوسیدونکو په وینا د یونسیف او ملي ادارو د پروګرامونو ترڅنګ د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو او د ټولنې د فعالو وګړو لکه روغتیاپالانو، ښوونکو او مدني فعالانو هلې ځلې د عامه پوهاوي برخه هم د ستایلو وړ دی چې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسین ته هڅوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG