د لاس رسي وړ اتصالات

هریس: انتقادونه باید افغانستان څخه د تخلیې په بهیر تمرکز خراب نکړي


کاملا هریس په سینګاپور کې په خبري کنفرانس کې د خبرو په وخت
کاملا هریس په سینګاپور کې په خبري کنفرانس کې د خبرو په وخت

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس وایي امریکا باید د افغانستان څخه د امریکایانو او د ګواښ سره مخامخو افغانانو د ایستلو په بهیر باندې تمرکز وساتي.

هغه وايي‌ چې د کابل د هوایي ډګر په ګډوډیو باندې د انتقادونو او پوښتنو له کبله باید پدې بهیر باندې تمرکز ونه ځنډول شي.

میرمن هریس د دوشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي لومړۍ نیټه) په سینګاپور کې په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه پوښتنې ته مستقیم ځواب ورنکړ خو وویل: "...باید ټینګه ارزونه وشي چې څه پیښ شول، خو اوس د پوښتنې ځای ندی پاتې او باید د امریکایانو، هغو افغانانو چې مونږ سره یې کار کړی او ښځو او ماشومانو په ګډون د ګواښ سره مخامخو افغانانو په ایستلو تمرکز وشي."

د ولسمشر بایډن حکومت د کابل په هوایي ډګر کې د هغه ګډوډۍ او کنترول څخه وتلې ګڼې ګوڼې په وجه چې د انتقال د بهیر په نتیجه کې رامنّته شوی هم د جمهوري غوښتونکو او هم د هغه د خپل ګوند دموکراتو سیاستوالو له لورې د سختو انتقادونو سره مخامخ شوی.

سره له دې چې د سنګاپور له صدراعظم سره د میرمن هریس د خبرو محور له کروناویروس سره د مقابلې څخه د سایبري امنیت او په همکاریو څرخیده، خو د افغانستان په هکله پوښتنو ددغو دوو مشرانو په خبري کنفرانس باندې سیوری اچولی و.

د سینګاپور صدراعظم لي هسین لونګ په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد د امریکا د متحده ایالاتو د هڅو د درناوي په ترڅ کې وویل چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په هکله د امریکا د تصمیم ملاتړ کوي او دوی همکاریو ته تیار دي. هغه وویل چې د سینګاپور د هوایي ځواکونو الوتکې د افغانستان څخه د تخلیې عملیاتو کې همکارۍ ته اماده دي.

د سپینې ماڼۍ مقاماتو ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د متحده ایالاتو پوځي پروازونو شاوخوا ۱۰۴۰۰ تنه د کابل له هوایي ډګر څخه ایستلي دي او همداشان ۵۹۰۰ تنه نور د نړیوال ایتلاف د هیوادونو په الوتکو کې له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ شمیرې ښیي چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه ۳۷ زره کسان له افغانستان څخه بهر ته انتقال شوي دي.

پدې ترڅ کې د جرمني پوځ د دوشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې د یو افغان ساتونکي د وژل کیدو خبر ورکړ چې د افغان ساتونکو او ناپیژاندو وسله والو ترمنځ په نښته کې وژل شوی دي.

د سي ان ان خبري شبکې رپوټ ورکړی چې دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه چې د کابل د هوایي ډګر بهیر یو نښه ویشتونکي د هوایي ډګر پر افغان ساتونکو ډزې وکړې.

پدې توګه د طالبانو له لورې د کابل ښار د نیولو وروسته د کابل په هوایي ډګر کې د هغو کسانو شمیر چې په ګڼه ګوڼه او ډزو کې وژل شوي ۲۰ تنو ته رسیدلی دی.

پدې ترڅ کې په کابل کې د امریکا سفارت نن په دري، پښتو او انګلسي ژبو یوه ویدیو خپره کړې او ویلي یې دي چې یوازې امریکایان، په امریکا کې د دایمي ژوند کولو د کارت لرونکي او د ځانګړي مهاجرت درخواست کوونکي او د مهاجرت د ویزې لرونکي چې د امریکا د سفارت له لورې رسمي لیک او هوایي ډګر ته د تللو امر ترلاسه کړی هوایي ډګر تهد ننوتلو اجازه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG