د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: نظام کې پر نه بدلون ټینګار مخالفانو ته د جګړې د دوام پیغام ورکوي


د اسلامي حزب مشر په خپله د جمعې د ورځې به وینا کې خپل ټول مخالفان سولې او پخلاینې ته راوبلل.
د اسلامي حزب مشر په خپله د جمعې د ورځې به وینا کې خپل ټول مخالفان سولې او پخلاینې ته راوبلل.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته د راستنیدلو په دوهمه ورځ نن د جمعې په ورځ په غازي لوبغالي کې خپلو زرګونو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا وویل چې دې د سولې له پیغام سره راغلی او د طالبانو په ګډون د ټولو خواو سره په افغانستان کې کار ته چمتو دی.

په دې غونډه کې د اسلامي حزب د پلویانو او ملاتړو د ګډون سربیره د افغان حکومت لوړوپوړو چارواکو، د ولسي جرګې رئیس او ملي شورا یو شمیر غړو او د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو او چارواکو هم ګډون کړی وو.

حکمتیار غونډې ته په وینا کې وویل چې دې او ملاتړي یې له غرونو څخه ښارونو ته د سولې له پیغام سره راغلي دي.

ښاغلي حکمتیار وویل " مونږ د سولې د پیغام هیلې او هوډ سره له غرونو ښارونو ته راکوز شوي یو، ټولو ته دوست او دښمن ته خپل او پردې ته، خواخوږي او هغو ته چې مونږ او زمونږ تګ لاره یې بده ایسي، ټولو ته د ورورۍ ، پخلاینې او یووالي لاس وراوږدو او په ځانګړي ډول هغو ته چې په جهاد کې یې برخه لرله د ورورۍ او یووالي لاس ورغځو. څوک چې د هیواد خپلواکي، استقلال، ملي حاکمیت، ملي یووالی، د جنګ پای ته رسول، ډاډمنه سوله تامینول او د یو سرلوړي خپلواک اسلامي افغانستان جوړول غواړي د هغوی سره بې له قید او شرط ملګرتیا ته چمتو یو ".

د اسلامي حزب مشر پر طالبانو غږ وکړ چې ورسره دې په ګډه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي ترڅو له سولې له ټینګیدو وروسته له دغه هیواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.

ښاغلي حکمتیار وویل " راشئ ټول په ګډه لومړی جنګ پای ته ورسوو بیا ټولو بهرنیو ځواکونو ته ووایو چې افغانان له دې وروسته وروڼه دي، خپله ستونزه پخپله حل کوي او په ګډه ترې وغواړو چې له افغانستان څخه ووځي. هیڅوک، هیڅ لوری هم د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدو لپاره نه توجیه لري او نه هم تلوسه او تلوار ".

همداشان د اسلامي حزب مشر وویل چې که څوک له کابل څخه طالبانو ته دا پیغام استوي چې په دې نظام کې هغوی ته ځای نشته نو دا ډول پیغامونه د جګړې د دوام پرته به بله پایله ونه لري.

ښاغلي حکمتیار وویل " د اقتدار پر ویش باندې ټینګار کوي او وایي، چې په نظام او حکومت کې به تغیر او تبدیلي نه راځي، هغوی ته وایو چې دا د جنګ پیغام دی، باید دولت ټولو مخالفینو ته ووایو چې نظام او حکومت به د ټولو په خوښه جوړیږي، په دې ویش باندې ټینګار مه کوئ، دا ویش سپیڅلی ویش نه دی، نه د خدای له لورې ویش دی، نه دولس له لورې ویش دی او نه هم د اساسي قانون مطابق ویش دی، دا د ښاغلي جان کیري ویش دی ".

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار چې د تیر عیسوي کال د سپټامبر په وروستیو کې د افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک په پایله کې د نږدې دوه لسیزو پټ ژوند د تیرولو وروسته د دې اونۍ په سر کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو،د پنجشنبې په سهار له ننګرهار څخه د خپلو سلګونو پلویانو په بدرګه د موټرو په یو ستر کاروان کې کابل ته راغلی.

د حکمتیار کور مخې ته اعتراضیه غونډه

کابل ته د حکمتیار راتګ د بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی، په داسې حال کې چې افغان حکومت کابل ته د هغه د راتګ توود هرکلی کړی، خو نن د جمعې په ورځ ماسپښین په لسګونو کسانو د حکمتیار کور مخې ته په یو اعتراضیه غونډه کې د هغه د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.

دغو اعتراض کوونکو چې د بي بي سي د پخواني خبریال میرویس جلیل د عکس په ګډون د یو شمیر هغو کسانو عکسونه یې په لاس کې وو چې د اعتراض کوونکو پر وینا په کابل کې د کورنیو جګړو پر مهال د ښکیلو خواوو ترمنځ په جګړو کې چې اسلامي حزب هم په کې شامل وو وژل شوي وو هم له ځان سره لیږدول.

اعتراض کوونکو ادعا کوله چې د سولې د بهیر سره د حکمتیار یوځای کیدل پر دغه بهیر هیڅ اغیز نه لري او د اعترض کوونکو پر وینا په کار دي چې هغه د بشري سرغړونو له امله محاکمه شي.

یو اعتراض کوونکی وویل " هیواد مو د جګړې په اور کې سوزي، سولې بهیر سره د حکمتیار یوځای کیدلو په سوله هیڅ اغیز نه ده کړې ".

دا په کابل کې د ګلبدین حکمتیار پر وړاندې لومړی اعتراض دی چې د دارالامان په سړک د هغه د کور مخې ته ترسره شوی دی.

XS
SM
MD
LG