د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه کې برید کاندید او ۱۰ تنه نور ووژل


طالبانو د پارلماني انتخاباتو د ګډ وډولو ګواښ کړی دی
طالبانو د پارلماني انتخاباتو د ګډ وډولو ګواښ کړی دی

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د یو کاندید صالح محمد اڅکزي پر ټاکنیز دفتر ځانمرګي برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې پخپله کاندید صالح محمد اڅکزی هم شامل دی. برید د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۹) په ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا درې بجې شوي دي.

چارواکي وایي چې په برید کې شاوخوا ۱۵ نور کسان ژوبل شوي هم دي. تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۸) پر ټاکنو د بریدونو او د ټاکنو د ګډ وډولو ګواښ کړی و.

د هلمند د پوليسو ویاند عبدالسلام افغان امریکاغږ ته وويل چې بریدګر د اڅکزي ټاکنیز دفتر ته د مراجعینو په منځ کې داخل شوی او برید یې کړی دی.

نوموړي وویل چې کاندید اڅکزی په لومړي سخت ژوبل شوی و چې بیا په روغتون کې مړ شو. دی زیاتوي چې د پېښي ټپیان د امنیتي مامورینو له لوري په لښکرګاه کې روغتونونو ته انتقال شوي چې د ځینو روغتیايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.

په لښکرګاه کې د بیړنیو مرستو د رسولو د روغتون یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې له پېښي څخه د ۸ وژل شویو کسانو جسدونه او ۱۱ تنه ټپیان ور وړل شوي.

سرچینې زیاته کړه چې صالح محمد اڅکزی هم په ټپیانو کې شامل دی.

عیني شاهدان وايې چې د ښاغلي اڅکزی په ټاکنیز دفتر کې د هغه پلویان د هلمند له بیلا بیلو برخو څخه را ټول شوي وو چې پېښه رامنځ ته شوه.

سره له دې چې طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی خو په کابل کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ټاکنې یوه مدني پروسه ده او د طالبانو دا برید په دې مانا ده چې هغوی افغانان وژني.

په هلمند کې شاوخوا ۹۰ تنه ولسي جرګې ته کاندیدان دي. هلمند په ولسي جرګې کې اته څوکۍ لري چې دوې یې د ښځو لپاره ځانګړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG