د لاس رسي وړ اتصالات

ترکی شرکت د کجکي په بند پانګونه کوي


د کجکي بند
د کجکي بند

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د کجکي د بند د پراخولو کارونه به ژر پیل شي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۸) هلمند ته تللی و او په لښکرګاه کې یې وویل چې د کجکي بند د پراخولو چارې به ژر پیل شي.

هغه وویل "د کجکي بند د پراختیا کار ډېر ژر پیلېږي او ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت چمتو دی پانګونه پرې وکړي چې د یومیلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري."

د کجکي بند په لومړي ځل د موریسن په نامه یو امریکايي شرکت په ۱۹۴۵-۱۹۵۰ کلونو کې جوړ کړ. دغه بند په لومړي سر کې ۵۱میګاوات برېښنا تولیدوله. خو د د دویم فاز کارونه یې د کورنیو جګړو له کبله نیمګړي پاتې شول.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې افغان حکومت د "هفتادوهفت" په نامه یو ترکي شرکت سره د دویم فاز قرارداد لاسلیک کړ.

د کجکي بند د سلما د بند دوه برابره اوبه لري او د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې شاید تر سلما بند هم زیاته برېښنا تولید کړي.

ولسمشر غني د کجکي د بند د پراخولو خبره داسې مهال کوي چې د هلمند د اوبو پر سر د ایران-افغانستان ترمنځ تازه ناندرۍ پارېدلي دي.

افغان چارواکي وايي د هلمند د اوبو د تړون له مخې افغانستان به ایران ته په هره ثانیه کې ۲۶ متر مکعب اوبه ورکوي چې د کال ۸۰۰ میلیون متر مکعبه اوبه کیږي. مګر په تېرو کلونو کې هر کال د ۲،۵ میلیارد مکعب متر په شاوخوا کې اوبه ایران ته ور روانې دي.

XS
SM
MD
LG