د لاس رسي وړ اتصالات

حزب اسلامي له ترهگرۍ نه غوڅ پریکون اعلان کړ


حکمتیار وایي د القاعده او داعش په گډون د هیڅ تروریستي ډلې سره اړیکه نه لري او ملاتړ یې نه کوي
حکمتیار وایي د القاعده او داعش په گډون د هیڅ تروریستي ډلې سره اړیکه نه لري او ملاتړ یې نه کوي

افغان حکومت هڅه کوي چې د ښاغلي حکمتیار نوم د امریکا او د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ نه وباسي.

د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار ویلي دي چې دی پخپله او ګوند یې د القاعده او داعش په گډون د هیڅ تروریستي ډلې ملاتړ نه کوي.

اسلامي ګوند دغه اعلان له افغان حکومت سره د سولې د تړون له لاسلیک کولو نه یوه میاشت وروسته کوي.

ښاغلي حکمتیار په یو اعلامیه کې ویلي "د حزب اسلامی ټول غړی او امیر یی د القاعده او داعش په شمول د هیڅ ترورسیتی دلی ملاتړ نه کوي، نه ورسره ارتباط لري او نه یي تګلاره تاییدوي".

د اسلامي ګوند مشر چې تر اوسه يې د اوسیدلو ځاې ندی څرګند ویلي چې لدې وروسته به له سیاسي لاروچارو په هیواد کې فعالیت کوي.

اسلامي ګوند له ۱۹۷۸ کلونو راهیسي د بیلابیلو افغان حکومتونو په ضد وسله وال مخالفت کړی. ځيني افغان دغه ګوند په جنګي جرمونو او د بشريت ضد جنایتونو په ترسره کولو تورنوي، خو د اسلامي ګوند مشران دغه ډول نیوکې بې بنسټه بولي.

د ترهګرۍ لست

د ګلبدین حکمتیار نوم د امریکا د باندنیو چارو وزارت د ترهګرو په لست کې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ترهګرۍ د بندیزونو په لست کې شته.

افغان حکومت او اسلامي حزب تمه لري چې تر راتلوونکو شپږ اونیو به د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د بندیزونو له لست څخه د ښاغلي حکمتیار نوم وایستل شي.

د افغان حکومت سرچنې وایي چې کابل ته په روانه اونۍ کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د پلاوي د سفر پر وخت د دغې ټولنې له خوا د اسلامي حزب په مشرګلبدین حکمتیار باندې د لګول شوو بندیزونو د لرې کولو په هکله د افغان حکومت چارواکو سره ګټورې خبرې شوي چې له مخې یې کیدای شي د روان عیسوي کال ترپایه په حکمتیار باندې لګیدلي بندیزونه لرې شي.

د افغانسان د جمهور رئیس د مطبوعاتي چارو سلاکار نبي مصداق امریکا غږ ته وویل چې "نه یوازې حکمتیار بلکې ددغه حزب څو تنه نور شته چې نومونه یې په تورلست کې دي، چې دوی به کوښښ وکړي، امریکایانو سره چې په تماس کې شوي دي جان کیري هم ویلي چې مونږ به کوښښ وکړو له تور لست څخه د حکمتیار او نورو ملګرو نومونه یې راویستل شي".

د حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د خبرو د پلاوي مشر محمد امین کریم هم امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې دغه پلاوي سره یې کتلي او تمه ده چې افغان حکومت به ژر په دې هکله یوه دوسیه ملګروملتونو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG