د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش د افغان همجنسبازه ځوان د پناه غوښتنه رد کړه


همجنسبازي په افغانستان کې غیر قانوني ده خو د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې قانوني ده
همجنسبازي په افغانستان کې غیر قانوني ده خو د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې قانوني ده

په اتريش کې چارواکي وايي د هغه افغان د پناه غوښتنه یې رد کړې چې ادعا یې کوله همجنسباز دی.

چارواکو ویلي ځکه یې د دې ځوان غوښتنه رد کړه چې کړه وړه یې د همجنسبازانو غوندې نه دي. اتریش کې رسنیو راپور ورکړی چې د پناه غوښتونکو د چارو ادارې یو چارواکي د هغه د قضیې په رد کې لیکلي دي "تاسو د همجنسبازانو غوندي کړه وړه نلری، په لاره کې مو تګ راتګ هم د هغوی غوندې نه دي او جامې هم د هغوی په څېر نه اغوندی."

چارواکو همدغه راز ویلي دي چې دغه افغان پناه غوښتونکي د کډوالو په یو استوګنځای کې هم له نورو سره جنګ کړی دی، چې په خبره یې معمولآ همجنسبازان دا کار نکوي. همدغه راز د دغه افغان همجنسباز په اړه ویل کیږي چې له نورو جلا له ځینو افغان کډوالو سره اوسېده، څملاسته او ګرځېده.

پناه غوښتونکي افغان ویلي دي چې دی ۱۲ کلن و چې په ځان پوه شو چې همجنسباز دی خو د اتریش چارواکي وايي هجمنسبازان په دولس کلنۍ کې، هغه هم د افغانستان په څیر یوه ټولنه کې، د ځان په جنسي هویت نه پوهیږي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د اتریش د کورنیو چارو وزارت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. وزارت وايي په تېرو څو اونیو کې یې د ۱۲۰۰۰ پناه غوښتونکو په اړه فیصلې کړي.

افغانستان چې اکثر خلک یې مسلمانان او محافظه کاره ټولنه ده، همجسنبازي په کې غیرقانوني او لوی شرم بلل کیږي، مګر د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا قانوني ده.د ډېرو په باور یو شمېر افغانان او د ځینو نورو هېوادونو کډوال د پنا غوښتنې د قبولۍ لپاره کله ناکله داسې کیسې جوړوي.

XS
SM
MD
LG