د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس بهرنیو چارو کمیټه: بلینکن دې کانګرس ته په سپکاوي تورن شي


د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ سه شنبه سپټمبر ۲۴ ( تلې درېیمه) وړاندیز وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن دې کانګرس ته په سپکاوي تورن شي.

دې کمیټې د سه شنبې په رایه ګیرۍ کې دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې ښاغلی بلینکن په هغه جلب پاڼې باندې عمل کولو کې پاتې راغی چې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ غړیو د افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو وتلو په هکله ورته استولې وه.

په رایه ګیرۍ کې ۲۶ په طرفدارۍ او ۲۵ مخالفې رایې ورکړل شوې او له بلینکن پدې جلب پاڼې کې غوښتل شوي و چې د سه شنبې په سهار دې کمیټې ته حاضر شي او پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

د استازو مجلس مشري د جمهوري غوښتونکو سره ده او د بهرنیو اړیکو په کمیټې کې هم ټولو جمهوري غوښتونکو ددې پریکړې په طرفدارۍ او ټولو دیموکراتانو په مخالفت کې رایې ورکړي.

سره لدې چې انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې و خو د یکشنبې په ورځ یې د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ مشر، مایکل مککال ته په یو لیک کې ویلي و چې د دې جرګه ګۍ په غونډې کې د ګډون لپاره یې کوښښ کړی و او آن دا چې د خپل ځان پر ځای یې د بل شاهد وړاندیز هم کړی و.

بلینکن د یکشنبې په ورځ په یو لیک کې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر "کانګرس ته د سپکاوي پریکړې" باندې ژوره ناهیلي څرګنده کړې او د "ښه نیت" په هدف د یوې حل لارې غوښتنه یې ترې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر پدې لیک کې لیکلي، " لکه چې ما واضح کړې، چمتو یم چې شاهدي ورکړم او د کمیټې لخوا ټاکل شویو نیټو ته مې څو متبادلې نیټې ورکړیدي".

د امریکا دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات د یکشنبې ورځې په لیک کې ویلي چې د جمهور رئیس د بهرنۍ پالیسۍ مهم اهداف پر مخ وړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ښاغلي بلینکن د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په هکله ۱۴ ځله د کانګرس په استماعیه غونډو کې پوښتنو ته ځوابونه ویلي او څلور ځله یې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ په غونډو کې برخه اخیستې او همدارنګه دې کمیټې ته یې نږدې ۲۰ زره پاڼې اسناد، په لوړه کچه معلومات او په لیکلې بڼه مرکې ورکړیدي.

خو پخپله مک کال بیا د رایه ګیرۍ څخه وړاندې وویل چې ښاغلي بلینکن ته یې یې په روانې سپټمبر میاشت کې د څو نیټو وړاندیز کړی و خو هغه رد کړیدي.

مککال ویلي، "د سپټمبر په میاشت کې مې د هرې ورځې یا یو څو ساعتونو وړاندیز وکړ. هغه یو ساعت وخت پیدا نکړ چې د متحده ایالاتو کانګرس مخې ته حاضر شي".

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت په وار وار دا ویلي چې د کانګرس په شمول یې ټولو اړوندو ادارو ته د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په هکله لازم معلومات ورکړیدي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر د سه شنبې په ورځ د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو غړیو پریکړه "بشپړه سیاسي" وبلله او زیاته یې کړه چې په پرله پسې مکالمو یې دې کمیټې ته واضح کړې چې ښاغلی بلینکن به د دې کمیټې پوښتنو ته ځوابونه ووایي خو دا چې هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې په لوړه کچه دیپلوماسۍ کې بوخت دی، وې نشو کړی د سه شنبې په استماعیه غونډې کې برخه واخلي.

خو بل پلو بیا ښاغلی مککال دا نه مني چې ګواکې دا پریکړه یې سیاسي انګیزه لري.

د متحده ایالاتو قانون له مخې که یو څوک کانګرس ته په سپکاوي تورن شي، د استازو مجلس او یا سنا مجلس لخوا د جنایي قضیې تعقیب کولو لپاره د عدلیې وزارت ته ورپیژندل کیږي او آیا دا چې جنایي تور پرې ولګول شي که نه، پریکړه یې همدا وزارت کوي.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې جمهوري غوښتونکو غړو د همدې روانې سپټمبر میاشتې په اتمې نیټې په یو راپور کې، له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو له کبله د ولسمشر جو بایډن پر ادارې نیوکه وکړه.

په راپور کې بایډن له دې کبله پړ ګڼل شوی چې له افغانستان څخه د وتلو "د پریکړې د احتمالي خطرونو د حل لارې په سنجولو" کې پاتې راغلی او همدارنګه دا خبرداری یې هم له پامه غورځولی چې طالب جنګیالیو د متحده ایالاتو د چارواکو له توقع څخه په زیاتې چټکۍ سره د افغانستان مهم ښارونه ونیول.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې جمهوري غوښتونکو غړو په دې اړه درې کلن تحقیقات تعقیب کړي دي. په دې کې داسې تورونه هم شامل دي چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه په خوندي ډول د ځواکونو د ایستلو لپاره مناسب امنیتي او نور پلانونه نه درلودل.

سره لدې چې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او برحال جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل غوښتل خو د ځواکونو وتلو په بڼې او دا چې پدې بهیر کې څه پیښ شول، هغه څه دي چې تل په یو بل د انتقاد کولو لپاره ترې کار اخلي.

ټرمپ د بایډن حکومت پدې پروسې په ګډوډۍ او هغو ۱۳ امریکایي سرتیرو وژلو کې ملامتي بولي چې د کابل په هوایي ډګر کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

ښاغلي ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دی، د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس سره په تازه مناظرې کې په خپله واکمنۍ کې د طالبانو له ډلې سره د تړون لاسلیک کولو ننګه وکړه، خو د بایډن په واکمنۍ کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر یې "ناسم او د شرم وړ" وباله چې د نوموړي په خبره، "په نړۍ کې یې د امریکا موقف کمزوری" کړی دی.

ټرمپ له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو بې نظمه وتل "د هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه" وبلله چې د هغه په خبره، د پراخو جیو پولیټیکي اغیزو سره تړلې ده. ټرمپ زیاته کړه: "همدا وجه ده چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، ځکه دوی ولیدل چې هغه [هریس] او ولسمشر یې څومره کمزورې دي."

خو میرمن هریس پدې مناطرې کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د هغه پرېکړې ننګه وکړه چې د امریکا د تاریخ ترټولو اوږده جګړه یې پای ته ورسوله. د بایډن حکومت بیا د دې ملامتي په ټرمپ اچوي او استدلال کوي چې په دوحې کې د طالبانو سره د سولې تړون له کبله دې ادارې ته ډیر اختیارات نه و پاتي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې په وینا کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل: "دا پرېکړه سخته خو سمه وه. د امریکا څلورو ولسمشران له دغې پرېکړې سره مخامخ شوي وو، خو زه هوډمن وم چې دا پرېکړه پنځم ولسمشر ته پرېنږدم."

جوبایډن وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له تراژېدۍ سره مل وو، هغه د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوايي ډګر په مخکې ځانمرګي برید ته اشاره وکړه، چې په کې د ۱۳ امریکايي ځواکونو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ تنه ووژل شول.

بایډن وویل چې تل د هغو ۲۴۶۱ امریکایي سرتېرو په اړه، چې په افغانستان کې وژل شوي، فکر کوي. هغه زیاته کړه چې ۲۰۷۷۴ امریکايي سرتېري د افغانستان په جګړې کې ژوبل شوي دي.

د بایډن جمهوريت غوښتونکي سیالان تل په هغه باندې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه نیوکه کوي او وايي چې د "دغه ستونزمن وتلو" مسئولیت د بایډن په غاړه دی. خو هغه د تخلیې پروګرام بریالی بولي.

له دې وړاندې ترسره شویو څیړنو کې د متحده ایالاتو په یو شمېر ادارو باندې پړه اچول شوې ده. د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر د خپل ۲۰۲۳ په راپور کې وویل چې د طالبانو لخوا د هغو ژمنو له ماتېدو سره سره چې دغې ډلې د ۲۰۲۰ په تړون کې کړې وې، ټرمپ او بایډن له افغانستان څخه د وتلو پلان عملي کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG