د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري‌غوښتونکو او دموکراتانو اختلاف د امریکا د بودجې تصویب د ځنډېدو له خطر سره مخ کړی


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وايي چې نوموړی به په هغه څه تمرکز کوي چې د امریکا خلک یې غواړي نه پر سیاسي اختلافاتو.

بایډن دا څرکندونې په داسې حال کې کړي چې د استازو جرګې د استیضاح لپاره په هغو تورونو پلټنې پیل کړي چې ګواکې هغه د خپل زوی هنټر بایډن د بهرنیو سوداګریزو معاملو څخه ناوړه ګټه پورته کړې خو دموکراټان دا کړنه د پام اړولو یوه هڅه بولي.

دا ټول په داسې حال کې پیښیږي چې د استازو جرګې غړي باید د بایډن سره یوې هوکړې ته ورسیږي ترڅو د سپتمبرد ۳۰ نیټې پورې د راتلونکي کال دپاره بودجه تصویب او حکومت له مالي کړکیچ څخه وساتي.

تیره اونۍ، د استازو جرګې رئیس کیون مک کارتي رسنیو ته وویل: "د جرګې جمهوري غوښتونکو استازو د ولسمشر بایډن په اړه جدي او معتبر تورونه افشا کړي دي. په ټوله کې دا تورونه د فساد د کلتور ښکارندویي کوي."

مککارتي دغه تورونه د واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، خنډ او فساد په توګه په ګوته کړل چې د استازو جرګې لخوا نورو پلټنو ته اجازه ورکوي. خو دموکراتان وايي چې دا د ګوندي سیاست ترټولو بد حالت دودول دي.

د استازو په جرګه کې د دموکراتانو مشر حکیم جیفریز وايي: "سپینې ماڼۍ همکاري کړې او زه باور لرم چې سپینه ماڼۍ به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، ځکه چې د پټولو لپاره هیڅ نشته." هغه وايي چې دا د استیضاح لپاره یوه غیر قانوني پلټنه ده.

خو جمهوري غوښتونکي وايي، د تورونو په اړه نورو معلوماتو ته اړتیا ده.

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې نانسي مېس وايي: "حقایق هرچیرې شته. لیکلي پیغامونه شتون لري. بریښنالیکونه شته. شاهدان شته. افشا کوونکي شتون لري. غونډې شته. تلیفونونه شتون لري. غونډې شوي او ثبت شوي او تاسو نشئ ویلای چې دا دومره غټه خبره پټه کړئ."

پخوانی ولسمشر او د ولسمشرۍ لپاره جمهوري غوښتونکی مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ، چې پخپله دا وخت په محکمو کې تر ۴۰ ډیرې جنایي قضیي لري وايي چې، هغه د حکومت د تړل کیدو ملاتړ کوي که چیرې جمهوري غوښتونکي هغه څه ترلاسه نکړي چې د ده په وینا د لنډ مهاله لګښتونو په قانون عادلانه هوکړه وي. دا چې عادلانه هوکړه څه ده دا لاهم روښانه نه ده.

ځینې محافظه کار جمهوري غوښتونکي د هغو لګښتونو کمولو غوښتنه کوي چې مککارتي د دې کال په پیل کې د بایډن سره د بودیجې په هوکړه کې موافقه کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG