د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د مولر د راپور لپاره په قانوني لارې موافقه وکړه


د امریکا د استازو د مجلس د قضایه کمیټې مشر جیرولد ندلر
د امریکا د استازو د مجلس د قضایه کمیټې مشر جیرولد ندلر

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسي جرګې قضایه کمیټې د چهار شنبې په ورځ د ( اپریل په ۴ مه ) دا تائید کړه چې په رسمي ډول د روبرت مولر د بشپړ راپور غوښتنه وکړي.

یادې کمیټې د ۲۴ د ۱۷ په مقابل کې رایو سره دا تائید کړه چې له عدلیې وزارت څخه په رسمي ډول د روسیې په اړه د روبرت مولر بشپړ راپور وغواړي.

د قضایه کمیټه مشر جیرولد ندلر وویل دوی یوازې بشپړ راپور نه غواړي بلکې د قضیې پورې ټول مرتبط اسناد هم غواړي.

دیموکراتان په شفافیت ټینګار کوي او وايي که راپور ترلاسه نکړي او یا هم وځنډیږي نو دا کار نشي کیدای.

که څه هم د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار ددې راپور خلص وړاندې کړی او ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې له روسیې سره جوړجاړی ندی کړی اما دیموکراتان وايي د راپور د ترلاسه کیدو لپاره د دوی ټاکل شوې نیټه تیره شوېده.

لوی څارنوال ویلیم بار ویلي چې د روبرت مولر د ۴۰۰ مخیز راپور خلص یعني څلور پاڼې وړاندې کړی وايي د اپریل تر نیمايي پورې به د راپور بله لنډه نسخه وړاندې کړي.

دیموکراتان وايي د بل هر مورد یا قضیې نتیجه چې د خپلواکو کمیسیونونو له خوا یې څیړنه کیږي په دوو دریو ورځو کې مالومیږي او هغه څه چې د مولر راپور سره کیږي دوی ته د منلو وړ ندي.

جمهور رئیس ټرمپ که څه هم له دې وړاندې ویلي وو چې د بشپړ راپور له خپریدو سره مشکل نلري خو اوس وايي چې د لوي څارنوال په پریکړو اتکا کوي.

جمهور رئیس ټرمپ وايي که هغوی ته چې هدف یې دیموکراتان دي هر څومره معلومات ورکړل شي بیا به هم کافي نه وي او دا د وخت ضایع کول او په ټیټه کچه یوه سیاسي لوبه ده.

XS
SM
MD
LG