د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د ټرمپ پوځي صلاحیتونه محدود کړل


د امریکا د کانګرس د استازو مجلس
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس

د امریکا د استازو مجلس د پنجنشبې په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د کانګرس له موافقې پرته له ایران سره د جګړې په اړه د جمهور رئیس دونالد ټرمپ صلاحیتونه محدودوي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایي، کچیرې کانگرس ته یې د حملې په اړه خبر ورکړی وای، ددې احتمال موجود و چې په کانگرس دموکرات مشران دغه خبره افشا کاندي.

د کانگرس پریکړه لیک په ٢٢۴ موافقو او ١٩۴ مخالفو رائیو تصویب شوی چې د استازو په مجلس کې د گوندي ترکیب ښکارندوي کوي، خو یواځې دريو جمهوري غوښتونکو د دموکراتانو ترڅنگ رایه ورکړې ده.

ښاغلي ټرمپ په تازه څرګندونو کې له خپل امر څخه چې قاسم سلیماني پکې ووژل شو، یو ځل بیا دفاع کړې ده او ویلي یې دي: "ځکه مو دا کار وکړ چې هغوی زموږ د سفارت د الوزولو هڅه کوله. موږ همدارنګه دا کار د یو شمیر نورو دلایلو لپاره وکړ چې علت یې ډیر روښانه دی. یو څوک ووژل شو، زموږ یو پوځي ووژل شو، یوه اونۍ مخکې خلک ډیر سخت ټپیان شول، او موږ دا کار وکړ."

خو د امریکا د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي وايي، دې راي ګیري یو واضح پیغام وړاندې کړ هغه دا چې قانون جوړونکي د جګړې د اعلان په برخه کې د خپلو قانوني حقونو غوښتونکي دي، ځکه د جګپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کیدو اغیزې اوس هم په نړیواله سطحه احساس کیږي.

د هغه استخباراتي محرمو معلوماتو په اړه چې د سلیماني د وژل کیدو لامل شول دیموکراتان د حکومت د ادعا ته د شک په سترگه گوري. د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایلیوت انګل وايي: "حکومت موږ ته داسې یو دلیل ندی وړاندې کړی چې باور وکړو دا حقیقت دی. ددغه حکومت بهرني سیاست د امریکا رهبري کمزورې کړې."

په داسې حال کې چې په عراق کې د امریکايی پوځیانو پر اډو د ایران د مزایلو له برید وروسته سیمه ایز تاوتریخوالي مخ په کمیدو ښکاري، دیموکراتان وايي د جګړې د زیاتیدو په برخه کې د جمهور رئیس د واک د محدودیدو لپاره رای ګیري ضروري وه.

د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایلیوت انګل زیاتوي: "که جمهور رئیس غواړي چې د ایران په وړاندې نظامي ځواک وکاروي نو کانګرس ته دې راشي. هر جمهور رئیس باید کانګرس ته راشي. موږ یوازې دې جمهور رئیس ته مقررات نه جوړو. موږ د هر جمهور رئیس لپاره مقررات جوړو."

د لسیزو راهیسې سپینه ماڼۍ که له دیموکراتانو سره وي او که د جمهوري غوښتونکو سره، د جګړې د اعلان د صلاحیت په اړه له کانګرس سره جنجال کړی دی.

د بروکینګز انستیتوت څیړونکې سارا بنډر وايي: "هغه څه چې جمهور رئیس وکړل تر معمولي حدودو زیاتی و چې وویل د جګړې د واک د قانون د رعایت کولو لپاره یې ټویټ کړی. روښانه ده چې هغه ټویټ د جګړې د قدرت د قانون له تګلارې سره مطابقت نشي کولای. احتمالا چې جمهور رئیس د نورو جمهورو رئیسانو په پرتله په دې ځای کې کانګرس ته په کمه سترګه کتلي دي."

خو جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې د استازو د مجلس رای ګیري د ټرمپ د جګړې پر قدرت تاثیر نه کوي. د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر کیون مکارتي وايي: "د استازو د مجلس پریکړه لیک اجباري ندی، د قانون قدرت نلري."

جمهوري غوښتونکي همدارنګه وايي دا په نړیواله سطحه یو خطرناک پیغام استوي. د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکی غړی میچل مک کاول وايي: "د جمهور رئیس د ملاتړ پرځای ، له بدمرغه زما دیموکرات همکاران په یوه مهم وخت کې امریکایان سره ویشي، بهر کې زموږ نفوذ کمزوری کوي او په نړۍ کې د ترهګرۍ ستر تمویل کوونکي حکومت او زموږ دښمن زړه ور کوي."

ټاکل شویده د امریکا سنا مجلس هم راتلونکې اونۍ ورته پریکړه لیک ته رایه ورکړي، خو دا رای ګیري ابتدا کې د بحثونو لپاره لار پرانیزي.

امریکایي قانون جوړونکو له دې وړاندې په افغانستان او عراق کې د امریکا د حضور په اړه هم پریکړې کړې وې، خو تر ډیره ندي عملي شوي.

XS
SM
MD
LG