د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: سلیماني افغانستان او عراق ته ماینونه لیږل


ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې وکړې
ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې وکړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سلیماني وژلو ته په اشارې وویل چې "لوی ځناور" یې وواژه.

ښاغلي ټرمپ د قدس ځواکونو مشر سلیماني د ماینونو جوړونې یو لوی طراح یاد کړ او ویې ویل: "سلیماني د سړک غاړې ماینونو د جوړولو طراح و او هغه یې افغانستان او عراق ته لېږل."

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جنوري۹) په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې، خو په دې اړه یې نور وضاحت ورنکړ.

هغه تېره ورځ هم خپل ولس ته په وینا کې قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې د اورپکو لوی ملاتړی وباله او ویې ویل چې هغه له طالبانو سره هم اړیکې لرلې.

امریکایي ځواکونو د جمعې په ورځ د قدس ځواکونو مشر بغداد ته نژدې په هوايي برید کې وواژه. ایران د سلیماني د وژلو په غچ کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو په دوو پوځي اډو د میزایلو بریدونه وکړل.

ولسمشر ټرمپ وايي چې په دغو بریدونو کې هېڅ امریکایي ته زیان نه دی رسېدلی.

ناټو، برتانیا او د امریکا ځینو نورو متحدینو د ایران دا بریدونه وغندل، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل چې "برید یې د ځان د دفاع لپاره کړی او جګړه نغواړي."

څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې ایران د افغانستان د سولې په اړه په سیمه ایزې اجماع کې له ګډون کولو ډډه کړې ده او هڅه کوي چې د "افغانستان د سولې بهیر کمزوری" کړي.

ښاغلی ټرمپ داسې مهال افغانستان ته د سلیماني له لوري د ماینونو د لېږلو خبره کوي چې تر دې مخکې ځینو افغان او امریکایي پوځي مشرانو ایران په افغانستان کې د ترهګرو په پاللو او روزلو تورن کړی، خو ایران بیا دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG