د لاس رسي وړ اتصالات

حوثي یاغیانو غزې ته د مرستې رسونې د بندیز لرې کولو لپاره اسرائیل ته څلور ورځې وخت ورکړ


د یمن حوثي یاغیان
د یمن حوثي یاغیان

په یمن کې د حوثي یاغیانو مشر ویلي که اسرائیل په څلورو ورځو کې غزې ته د مرستې رسونې پر سر بندیز لرې نکړي، دا ډله به د اسرائیلو په خلاف خپل سمندري عملیات بیا پیل کړي.

د دغې ډلې له خوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي: "موږ به د څلورو ورځو لپاره ضرب الاجل ورکړو. دا ضرب الاجل د [غزې اوربند] د منځګړو او د هغوی د هڅو لپاره دی".

په خبرپاڼه کې همداشان راغلي: "که چېرې دښمن اسرائیل له څلورو ورځو وروسته غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونیسي او لارې په بشپړه توګه وتړي، موږ به د دښمن اسرائیل په وړاندې خپل سمندري عملیات بیا پیل کړو."

اسرائيل د مارچ په دویمه غزې ته د مرستو د لاریو ورتګ بند کړ او حماس یې د مرستو په غلا کولو او دغو مرستو ته د اړمنو فلسطینیانو د لاسرسي په مخنیوي تورن کړ.

حماس د حوثي یاغیانو د اعلان هرکلی کړی او هغه یې یوه زړه وره پرېکړه بللې ده.

حوثي یاغیان چې د یمن لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري، په فبروري کې هم وویل که متحده ایالاتونه او اسرائیل په زوره له غزې څخه د فلسطینیانو د بې ځایه کولو هڅه وکړي، دوی به یې په وړاندې وسله وال اقدام وکړي.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د یمن حوثي یاغیانو د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې د اسرائيل د کښتیو په نښه کولو لپاره له ۱۰۰ زیات بریدونه کړي او د اسرائیل او حماس چې د متحده ایالاتو لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ترمنځ جګړه کې یې له فلسطینیانو سره خپل پيوستون اعلان کړی دی.

حوثي یاغیانو په دې موده کې د اسرائیلو دوه کښتۍ په نښه کړې او یو یوه یې ونیوله چې په کې لږ تر لږه څلور سمندري سیلانیان ووژل شول. همداشان د دې غورځنګ د بریدونو له امله په سیمه کې د سمندر له لارې تګ راتګ ټکنی شو او نړیوال شرکتونه اړ شول ترڅو د سویلي افریقا د سمندري اوبو له لارې د اوږد او ګران سفرونو ته مخه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG