د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: روان کال کې مو ۱۵ میلیون افغانانو ته خواړه برابر کړي


د ډبلیو ایف پي د افغانستان د دفتر مشره ماري الن ګرورتي
د ډبلیو ایف پي د افغانستان د دفتر مشره ماري الن ګرورتي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیواله اداره ډبلیو اف پي وايي، په روان میلادي کال کې یې شاوخوا پنځلس میلیون افغانانو ته یې خواړه برابر کړي دي.

د دغې ادارې د افغانستان د دفتره مشرې ماري الن ګرورتي، د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې، اقتصادي ستونزو او د وچکالۍ څخه د زیږیدلي حالت له امله د هرې ورځې په تیریدو په دغه هیواد کې د خلکو ستونزې زیاتیږي.

میرمن ګرورتي وايي، راروان میلادي کال کې به ۲۳ میلیونو افغانانو ته د مرستې د رسولو لپاره دوه میلیارده او ۶۴۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ولري: "اوس مهال د افغانستان د نفوس له نیمايي زیات ۲۲ میلیون او اته سوه زه کسان د خوړو د برابرولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي، چې د دې شمیر ۸.۷ میلیون یې د قحطې حالت څخه یو قدم شاته حالت کې دي."

د ملګروملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې د افغانستان د دفتر مشرې وویل، چې مختلفو ولایتونو ته د سفر پر مهال یې د خلکو له بیلابیلو قشرونو او استازو سره په کتنو کې ورته ویل شوي، چې کارونه یې له لاسه ورکړي او په ډیرې بې وزلې کې ژوند تیروي.

د ډبلیو اف پي مشرې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ۳.۲ میلیون وښود، چې ددغې ډلې څخه یو میلیون ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ څخه کړیږي. هغې وویل، چې په افغانستان کې په روغتونونو کې د خوارځواکۍ په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر دوه چنده شوی دی.

د ډبلیو اف پي د معلوماتو له مخې دغې ادارې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په اوږدو کې تر اوسه شاوخوا ۱۵ میلیونو کسانو ته د خوړو مرستې رسولي دي، چې ددې جملې نه یې یوازې تېره میاشت اوه میلیون کسانو سره مرستې کړې دي.

میرمن ماري الن گرورتي وویل: "د بودیجې په برخه کې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۲۳ میلیون کسانو ته د خوړو برابرولو لپاره مو هدف ټاکلی دی، هغوی سره د مرستې لپاره به په میاشت کې ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ولرو، چې د هر یو تن لپاره د کال ترپایه ۱۱۰ ډالر په پام کې نیول شوي. مونږ د پیسو د کمې سره مخ یو، خو د مختلفو اړخونو سره په اړیکو کې یو او هڅه کوو چې دا اندازه پوره کړو".

د ملګروملتونو دغې چارواکې د مرستو په ویشلو کې د مداخلې په اړه وویل، چې تر اوسه دغسې راپور نه دی ترلاسه کړی، خو دا اداره هر شکایت په جدي ډول څیړي او دې کار لپاره دننه په اداره کې د څار او بیا تعقیب میکانیزم هم شته دی.

میرمن ماري الن گرورتي، د افغانستان د بیارغونې د صندوق څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د خوشې کیدلو له امله چې ۱۸۰ میلیونه به یې د دې میاشتې ترپایه ډبلیو ایف پي ته ورکړل شي د مرسته کوونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغو پیسو څخه به ۲.۷ میلیونو کسانو ته د شپږ میاشتو لپاره خواړه او هم د ۸۳۴ زره ښځو او ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ د درملو په برابرولو کې د شپږو میاشتو لپاره د دغو پیسو څخه کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG