د لاس رسي وړ اتصالات

هنګري په ناټو کې د سویډن غړیتوب ومانه


هنګري د ناټو یوازینی غړی و چې تر دې دمه یې پدې سازمان کې د سویډن غړیتوب نه و منظور کړی.
هنګري د ناټو یوازینی غړی و چې تر دې دمه یې پدې سازمان کې د سویډن غړیتوب نه و منظور کړی.

د سویډن پارلمان دوشنبه فبروري ۲۶ (کب اوومه) تر ۱۸ میاشتو ځنډ وروسته د شمالي اتلانتیک تړون په سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب منظور کړ.

د هنګري د پارلمان دې پریکړې څخه وروسته سویډن د ناټو ۳۲ م غړی شوی او په داسې حال کې یې غړیتوب ومنل شو چې په اوکراین د روسیې یرغل له کبله د اروپایي هیوادونو سره اندیښنه پیدا شوې چې ښایي په هغوی هم برید وشي.

هنګري د ناټو یوازینی بشپړ غړی هیواد و چې د نړۍ په دې تر ټولو ستر نظامي سازمان کې یې د سویډن غړیتوب نه و منلی ځکه د هنګري ملت پال افراطي صدراعظم ، ویکټور اوربان چې د روسیې سره نږدې اړیکې لري ویلي چې د سویډن سیاستوالو لخوا د هنګري په دموکراسۍ انتقادونه او "ښکاره درواغ"هغه څه دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې یې سړې کړي.

له همدې کبله د هنګري په پارلمان کې د ناټو سره د سویډن یو ځای کیدل ځنډیدلي و خو د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د همدې تیرې جمعې په ورځ د هنګري د صدراعظم سره په بوداپست کې وکتل او داسې ښکاریدل چې د څو میاشتو سیاسي ستونزې یې حل کړیدي.

دواړو مشرانو د همدې ملاقات څخه وروسته په دفاعي صنعت کې د موافقې اعلان هم وکړ چې له مخې به یې هنګري د سویډن څخه څلور JAS 39 Gripen جنګي جیټ الوتکې اخلي او د همدې الوتکو د ترمیم لپاره به قرارداد هم تازه کیږي.

د هنګري صدراعظم ویلي چې ددې جنګي جیټ الوتکو په اخیستو سره به د دې هیواد نظامي وړتیاوې د پام وړ توګه لوړې شي او په بهر کې به هم "زمونږ نقش لا قوي کړي". ښاغلي اوربان ویلي چې د همدې موافقې له مخې به د ناټو په عملیاتو کې د هنګري وړتیاوې لا بهتره شي.

هغه وړاندې وویل: "د ناټو بل غړي سره یو ځای کیدل پدې معنی چې مونږ د یو بل لپاره مرو. د نظامي او دفاعي وړتیاوو په برخې کې قرارداد د دوو هیوادونو تر منځ اعتبار جوړولو کې مرسته کوي."

په عین حال کې د سویډن صدراعظم په ناټو کې د خپل هیواد یو ځای کیدل "تاریخي ورځ" وبلله. هغه د ایکس په شبکې کې لیکلي چې د ناټو د امنیت لپاره د خپل مسؤلیت پر ځای کولو لپاره یې هیواد چمتو دی.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ بیا ویلي چې د دې سازمان سره د سویډن یو ځای کیدل به مونږ ټول "لا خوندي او قوي" کاندي.

د ناټور د منشور څلورمې مادې له مخې چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا جوړه شوې، که د دې سازمان په یو غړي برید وشي نور غړي مجبور دي چې د دفاع لپاره یې یو ځای شي.

دا ماده په ۲۰۰۱ کال کې هغه وخت عملي شوه چې متحده ایالاتو په افغانستان د القاعده شبکې په خلاف د سپټمبر ۱۱ مې ترهګریزونو بریدونو څخه وروسته، یرغل وکړ.

فنلنډ او سویډن په اوکراین د روسیې یرغل څخه وروسته په ناټو کې د غړیتوب لپاره خپل اسناد وسپارل. سره لدې چې فنلنډ د تیر کال اپریل په میاشت کې د نړۍ دې تر ټولو ستر نظامي تړون ۳۱ م غړی شو خو د ترکیې او هنګري مخالفت له کبله د سویډن غړیتوب ځنډیدلی و.

د ترکیې د پارلمان غړیو تیره میاشت د شمالي اتلانتیک تړون په سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب تر څه باندې یو کال ځنډ وروسته د رایو په اکثریت منظور کړ.

د دې سازمان د قانون له مخې که یو بشپړ غړی هم د کوم هیواد غړیتوب سره مخالفت وښي، غړیتوب نه ورکول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG