د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: استعفا نکوم


عمران خان د پنجشنبې په ماښام خپل ولس ته وینا وکړه
عمران خان د پنجشنبې په ماښام خپل ولس ته وینا وکړه

د پاکستان صدر اعظم عمران خان نن پنجشنبه مارچ ۳۱ (وري۱۱) خپل ولس ته په وینا کې وویل چې د پارلمان تر پرېکړې مخکې به له خپلې څوکۍ څخه استعفا نکوي.

ښاغلي خان دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د متحده قومي غورځنګ ګوند له نورو سیاسي ډلو سره لاس یو کړ چې عمران خان له واک څخه لېرې کړي.

عمران خان یو ځل بیا وویل چې یو بهرنی هېواد د پاکستان د دریو سیاسي مخالفانو سره په ګډه د هغه د لېرې کېدو هڅه کوي، خو ده د کوم ملک نوم وانخیست. مګر دا خبره یې وکړه چې د دغه «سازش په وړاندې به تر وروستۍ شېبې پورې مبارزه کوي او په هېڅ صورت کې به دا سازش کامیابېدو ته پرېنږدم».

عمران خان داسې مهال دا خبرې کوي چې ټاکل شوې د پاکستان په پارلمان کې به د را روانې یکشنبې په ورځ هغه ته د باور رایې د ورکولو او نه ورکولو پرېکړه کېږي.

د نوي سیاسي ایتلاف څخه داسې ښکاري چې ممکن عمران خان په پارلمان کې د باور لپاره د اکثریت رایې ترلاسه نکړي.

د پاکستان قومي اسمبلۍ ټولټال ۳۴۲ څوکۍ لري او عمران خان باید په واک کې د پاتې کېدو لپاره ۱۷۲ رایې ترلاسه کړي.

دا مهال د عمران خان سیاسي ګوند «تحریک انصاف» په پارلمان کې ۱۶۶ څوکۍ لري او د دغه نوي سیاسي ایتلاف څخه وروسته د حکومت د مخالفو ګوندونو د څوکیو شمېر تر ۱۷۶ هم پورته ښودل کېږي.

د پاکستان د قانون له مخې د صدراعظم څخه د باور رایو د اخیستلو لپاره باید په یوې اونۍ کې دننه په پارلمان کې رایه اچوونه وشي. د عمران خان ګوند هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د پاکستان د جیو تلویزون په حواله لیکلي دي چې په اسلام اباد کې مخالفو سیاسي ګوندونو غونډه کړې چې له واک څخه د عمران خان د لېرې کېدو خوندي او مصونه لاره ولټوي. جیو نیوز وايي چې صدراعظم عمران خان ویلي دي که مخالف سیاسي ګوندونه د هغه د لېرې کېدو له هلو ځلو او په پارلمان کې د باور رایې له ورکولو څخه لاس واخلي، نوي انتخابات اعلان کړي.

خو عمران خان په خپلو خبرو کې په دې اړه څه ونه ویل او جیو نیوز وايي چې سیاسي ګوندونو د ښاغلي خان دا وړاندیز رد کړی دی او د هغه په لېرې کېدو ټېنګار کوي.

XS
SM
MD
LG