د لاس رسي وړ اتصالات

د هاګ څارنوال غواړي د طالبانو او داعش په جنګي جنایاتو تمرکز وکړي 


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ)‌ څارنوال کریم خان وايي غواړي د هغو جنګي جنایاتو تورونه و پلټي چې طالبانو او د داعش-خراسان ډلې په افغانستان کې کړي او د امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه پلټنه له «لومړیتوب» څخه غورځوي.

تر دې مخکې دغې محکمې په افغانستان کې په جنګ کې د ټولو ښکېلو غاړو د جنګي جرمونو د پلټنې خبرې کولې. تېرکال افغان حکومت له دغې محکمې وغوښتل چې دا پلټنې ودروي او ویې ویل چې هغوی به په خپله تحقیقات وکړي.

د دغې محکمې نوي څارنوال کریم خان د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې۵)‌ په یوې اعلامیې کې وویل چې له قاضیانو څخه یې غوښتي دي چې د دغو پلټنو د بیا پیلولو اجازه ورکړې.

څارنوال کریم خان په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د قضیو له دقېقې څېړنې وروسته، دې نتیجې ته ورسېدم چې په اوس وخت کې په داخل کې د رښتینې او اغیزناکې څېړنې لیدلوری نور نشته.» نوموړي له قاضیانو غوښتي دي چې د پلټنو د بیا پیلولو لپاره دې د اجازې ورکولو بهیر «چټک» کړي.

د محکمې دغه څارنوال ویلي‌ دي چې د «محدودو منابعو» له کبله به په افغانستان باندې خپل تمرکز راټولوي. هغه وايي: « له همدې کبله ما پرېکړه وکړه چې زما د دفتر تحقیقات په هغو جرمونو متمرکز وي چې د ادعا له مخې طالبانو او د داعش-خراسان ډلې په افغانستان کې کړي‌ او د دغو پلټنو نور اړخونه به له لومړیتوب څخه وباسم.»

د فرانسې خبري اژانس او رویټرز دواړو د ښاغلي خان له خولې لیکلي دي‌ چې د «په طالبانو او داعش باندې د جنايي جرمونو د تورونو شدت، اندازې او تداوم ته په کتو» اړتیا ده ده چې « قوي، باوري او په محکمې کې ثبوت کېدونکي دوسیې» ترتیب شي.

نوموړي په مشخص ډول د کابل د هوايي ډګر مخې ته اګست د ۲۶ د داعش-خراسان ډلې د برید په اړه د پلټنې یادونه کړې ده چې شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

تر دې مخکې د ۲۰۱۹کال د اپریل په میاشت کې د دغې محکمې په یوې مقدماتي جلسې کې منل شوې وه چې "په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې وسله والو طالبانو، افغان پوځیانو، امریکایي ځواکونو او د سي آی اې مامورانو د جګړې له قوانینو سرغړونې" کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت د دغې محکمې چارواکي تورن کړي وو چې بیطرف نه دي، په مالي فساد کې ډوب دي او د دغې محکمې په ځینو قاضیانو یې بندیزونه ولګول.

د دغې محکمې د تصمیم په اساس ټاکل شوېوه د هغو جرایمو په اړه څیړنې وشي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳میلادي کال د مۍله لومړۍ نیټې راهیسې شوي دي.

د جرایمو نړیواله محکمه چې په ۲۰۰۲میلادي کال کې جوړه شوې په نړیواله کچه د جنګي جرایمو، د بشري جنایاتو او د نسل وژنې قضیې څیړي.

افغانستان په ۲۰۰۳کال کې د جرایمو د نړیوالې محکمې غړی شو او په ۲۰۰۷کې د دغې محکمې څارنوالۍ په افغانستان کې د جنګي جنایاتو په اړه ابتدايي څیړنې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG