د لاس رسي وړ اتصالات

د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته رفح کې د پوځي عملیاتو د 'سمدستي' درولو امر وکړ


د عدالت نړیواله محکمه
د عدالت نړیواله محکمه

د ملګرو ملتونو یوې عالي محکمې د جمعې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي ۴) اسرائیل ته امر وکړ چې په رفح کې پوځي عملیات ودروي؛ هغه تاریخي حکم چې ښایي د غزې اوه میاشتنۍ جګړې په اړه پر اسرائیل نړیوال فشارونه نور هم زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې ویلي، اسرائیل باید "په سمدستي توګه خپل پوځي عملیات او بل هر ډول هغه کړنه ودروي، چې ممکن په غزه کې د فلسطیني وګړو د ژوند شرایطو ته زیان ورسوي چې کیدای شي د بشپړ یا د یوې برخې د فزیکي ویجاړۍ سبب شي."

محکمې اسرائیل ته همداشان امر کړی چې غزې ته د بشري مرستو د "بې خنډه" چمتو کولو لپاره د رفح لاره خلاصه وساتي.

د عدالت د نړیوالې محکمې (ICJ) حکمونه قانوني دي، خو محکمه ددغو حکمونو د پلي کولو لپاره کومه ځانګړې وسیله نلري. د مثال په توګه محکمې روسيې ته امر کړی و چې پر اوکراين خپل يرغل ودروي، خو کومه ګټه يې ونه کړه.

اسرائیل د محکمې د حکم په وړاندې استدلال کړی و چې د پوځي فعالیت د بندولو حکم به د حماس سخت دریځو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړي او د [اسرائیل] پوځ مخه به ونیسي چې د اکتوبر په اوومه د دې ډلې په وحشیانه برید کې نیول شوي یرغمل شوي کړي.

د ICJ دا پریکړه ددې محکمې د دوشنبې د ورځې د یوې بلې پریکړې په جریان کې رامنځته کیږي چې د نړیوالې جنایی محکمې څارنوال د اسرائیل او حماس د مشرانو د نیولو امر کړی دی.

د نړیوالې جنایی محکمې مشر څارنوال کریم خان تور ولګاوه چې د صدراعظم بنیامن نتنیاهو په ګډون لوړ پوړي اسرائیلي مشران او د حماس لوړ پوړي چارواکي په غزه کې د جګړې او د اکتوبر د اوومې د برید په تړاو په جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو تورن دي.

جنوبي افریقا تیر کال د عدالت نړیوالې محکمې ته دغه قضیه وړاندې کړه او ادعا یې وکړه چې د غزې برید د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د نسل وژنې کنوانسیون څخه سرغړونه ده - دا تور د اسرائیل لخوا په کلکه رد شو.

له بلې خوا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د نړیوالو جرمونو د محکمې د مشر څارنوال دغه غوښتنه قهر پاروونکې بللې چې په کې د غزې د جګړې له کبله د اسرائیل د صدراعظم او نورو پوځي مشرانو د نیولو د حکم صادرولو غوښتنه شوې ده.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د ولسمشر بایډن له خولې لیکل شوي: "اجازه راکړئ چې څرګند یې ووایم، څارنوال چې هر څه ته ګوته نیسي، د اسرائیل او حماس ترمنځ برابري نه شته -هېڅ-. موږ به تل د اسرائیل د امنیت په ضد خطرونو په وړاندې د هغه ترڅنګ ولاړ یو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG