د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون د جمهوري ریاست ټاکنو مهال ویش په سر مشورې پیل کړي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حمل ۳۱ مه ورځ د جمهوري ریاست ټاکنو ته ټاکلې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حمل ۳۱ مه ورځ د جمهوري ریاست ټاکنو ته ټاکلې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د راروانو د ټاکنو لپاره مهال ویش د ټاکلو په سر د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې له استازو سره یې نن د جمعې په ورځ ( لړم یوولسم) د مشورتي غونډو لړۍ پیل کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي چارو مرستیالې وسیمې بادغیسي نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې یوې جوړې شوې غونډې ته د دغه کمیسیون له خوا د دوو ترتیب شوو وړاندیزونو په هکله معلومات ورکړل.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیالې وویل، چې د دغه کمیسیون یو وړاندیز دادی، چې د جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې پر یو وخت ترسره شي.

میرمن بادغیسي وویل، چې بل وړاندیز یې دادی، چې د جمهوري ریاست ټاکنې پرته د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره شي او د ولایتي شوراګانو ټاکنې بل وخت په ځنډ ترسره شي.

میرمن بادغیسي وویل " یو انتخاب دا دی، د دې لپاره، چې د جمهوري ریاست ټاکنې اهمیت لري، مونږ دا ټاکنې د حمل په ۳۱ ترسره کړو، خو د ولایتي شوراګانو ټاکنې په یو څه ځنډ سره ترسره کړو".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، که جمهوري ریاست ټاکنې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو څخه جلا ترسره شي، پر دغه کمیسیون به د کار فشار کم شي او ورسره به د ټاکنو د مدیریت او پر وخت د ټاکنو د پایلو په اعلانولو کې هم کمیسیون سره مرسته وشي.

خو د ټاکنو کمیسیون دا هم وايي،چې په جلا جلا ډول ټاکنې د پیسو د مصرف د کچې د زیاتیدو ترڅنګ امنیتي ګواښونه او په ټاکنو کې د خلکو پر ونډه هم اغیزه کولی شي

ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغو سلامشورو په پای کې د راروان کال د حمل د ۳۱ مې ورځې د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره مهال ویش په راروانه اونۍ کې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د راروانو ټاکنود مهال ویش د اعلانولو لپاره دا سلامشورې په داسې حال کې پیل کړي، چې تیره اونۍ په افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو په یوه اعلامیه کې د ټاکنو له کمیسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د مهال ویش د اعلانولو غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنو ته د وخت په رانږدې کیدو د دغو ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندو د غوره کولو په سر د سیاسي ډلو ترمنځ سلامشورې هم پیل شوي دي.

د دغو سلامشورو په لړ کې تیره اونۍ د افغانستاند سیاسي ګوندونو لوی ائتلاف، چې په ډیر شمیر د پخوانیو مجاهدینو مشران او پخواني قومندانان په کې راټول شوي او د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی یې هم ملاتړ کوي د ګډ نوماند د غوره کولو لپاره څو ځلې غونډې جوړې کړي، خو تراوسه د یو نوماند په غوره کولو موافقې ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان سیاسي ګوندونو لوی ائتلاف د غونډو په اړه د دغه ائتلاف درې لوړپوړو غړو جنرال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او حاجي محمد محقق دفترونو په خپلو رسمي ټولنیزو رسنیو پاڼو کې عکسونه خپاره کړي او ویلي دي، چې دغو مشرانو د نورو مسلو سربیره د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه هم سلامشورې کړي دي.

د دې سربیره جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د امریکايي بلومبرګ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې غواړي د ۱۳۹۸ کال د حمل د ۳۱ مې ورځې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې بیا ځان کاندید کړي.

XS
SM
MD
LG