د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د ایران نه وروسته سعودي ته سفر وکړ


عمران خان سعودي ته د سفر په مهال
عمران خان سعودي ته د سفر په مهال

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سعودي عربستان د ولیعهد او د پاچا سره ملاقات کړیدی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو د سمولو لپاره دغه ملکونو ته سفرونه ترسره کړیدي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره په ریاض کې ملاقات کړیدی او د سیمې د امنیت برسیره یې د دواړو ملکونو د اړیکو په قوي کولو خبرې کړیدي.

عمران خان او ملگري پلاوي یې د سعودي پاچا برسیره د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم ولیدل او د سیمې د ثبات او امنیت په هکله یې خبرې وکړی. دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي د اړیکو په نورو ښه کولو موافقه وکړله.

عمران خان د سعودي عربستان د سفر نه مخکې د یکشنبې په ورځ ایران ته سفر کړی و. ښاغلي خان ایران ته د خپل سفر په مهال وویل چې د سعودي او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره یې دغه سفرونه ترسره کړیدي.

عمران خان په ایران کې د ولسمشر حسن روحاني او ایت الله خامنه يي سره ملاقاتونه وکړل او د هغوی سره یې د سعودي عربستان سره د اړیکو سمولو او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکې د یوې مودې راهیسې خرابې دي.

XS
SM
MD
LG